پاکستان په هندي عسکرو تور لګولی چې د دوشنبې په ورځ یې د کشمیر په جنجالي سیمه کښې د هغوي په خاورې د توغندیو ګوزراونه کړیدي او یو عام وګړی یې وژلی دی.
دا پدې تیرې یوې اوونۍ کښې د دواړو هیوادونو لخوا په یو بل باندې د تور لګولو تازه پیښه ده.
په ریپوټ کې راغلي چې په سرحدي سیمو کښې د تشدد د پیښو رامنځته کېدل به ښایي د هغو هلو ځلو مخه ونیسي چې دواړو هیوادونو د سولې د خبرو د بیا پیل کېدو لپاره پیل کړیدي.
د پاکستان د پوځ یوه چارواکي په هندي عسکرو تور لګولی چې د دوشنبې په ورځ سهار وختي یې برناحقه د کشمیر په دریو سیمو باندې ډزې کړیدي.
دغه پوځي چارواکي همدارنګه ویلي دي چې په ډزو کښې د محمد زبیر په نامه یو عام وګړی وژل شویدی.
خو بل پلو بیا د هند د پوځ یوه جګپوړه قوماندان ویلي دي چې لومړی په هغوي د پاکستاني عسکرو لخوا ډزې شویدي او دوي ځوابیه اقدام کړیدی. دغه قوماندان ویلي دي چې هغوي په ملکي سیمو نه بلکه یوازې په پوځي پوستو برید کړیدی.
د هند د پوځ دغه قوماندن ویلي چې پاکستاني عسکرو ټوله شپه په هغوي ډزې کړیدي او هم یې د پاکستان په پوځ تور ولګاوه چې پدې تیرو څلورو ورځو کښې د هغه اوربند نه په منظم ډول سرغړونه کړیده چې په 2003 میلادي کال کښې د دواړو هیوادونو لخوا شوی ؤ.
په عین حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام آباد کښې د هند د عالي کمیشنرۍ مرستیال ورغوښتی ؤ چې د همدې یادې پیښې په اړه خپل اعتراض ورته بیان کړي. وزارت په یوې اعلامیې کښې د هند نه غوښتلي دي چې د 2003 کال د اوربند د موافقې درناوی دې وکړي.