د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د هند پر پټانکوټ اډې د برید حقیقت سپړي


هند شک لري چې د پټانکوټ پر پوځي اډې برید به په پاکستان کې بند کړل شوې ډلې جیش محمد کړی وي.
هند شک لري چې د پټانکوټ پر پوځي اډې برید به په پاکستان کې بند کړل شوې ډلې جیش محمد کړی وي.

په پاکستان کې چارواکي وايي لومړي وزیر نواز شریف د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ته ډاډ ورکړی چې هېواد به یې د هند د هوايي ځواکونو پر یوې اډې د شوي برید په اړه پلټنې کوي چې حقیقت معلوم کړي.

هند شک لري چې د جنورۍ په دویمه د پاکستان پولې ته نژدې د پټانکوټ پر پوځي اډې برید به په پاکستان کې بند کړل شوې ډلې جیش محمد کړی وي.

په دغه برید کې د هند اووه سرتېري ووژل شول، چې له کبله یې د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ پلان شوې خبرې هم وځنډېدې.

پاکستاني چارواکي وايي د شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د پاکستان لومړي وزیر ته ټیلیفون وکړ؛ له ټیلیفون وروسته د ښاغلي شریف دفتر یوه اعلامیه خپره کړه چې په کې ویل شوي "موږ به سملاسي او شفافه پلټنه پیل کړو چې حقیقت ښکاره شي. نړۍ به په دې برخه کې زموږ صداقت وویني".

ښاغلي شریف ویلي پاکستان په خپلې خاورې کې ترهګر ورکوي او هېچاته هم اجازه نه ورکوي چې له پاکستان څخه په بهر کې ترهګریز بریدونه وکړي.

ټاکل شوې وه چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د جنورۍ په پنځلسمه په اسلام اباد کې سره خبرې وکړې، خو شوي برید دا خبرې ټکنۍ او ځندنۍ کړې.

تر برید مخکې د هند لومړي وزیر نرېندر مودي ناڅاپه پاکستان ته ولاړ او د هند لومړنی صدراعظم شو چې په تېرو ۱۱ کلونو کې اسلام ته ځي.

ښاغلي مودي پر پاکستان فشار راوړ چې د هغو ډلو پر ضد "جدي او قوي اقدامات" وکړي چې په هند کې يې برید کړی او زیاته یې کړه چې نوي ډیلي د برید په اړه اسلام اباد ته "دقیق معلومات" هم سپارلي دي.

په خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي ښاغلي کیري هیله ښودلې چې خبرې به د سيمې د ثبات لپاره ګټورې وي.

جیش محمد هغه ډله ده چې په ۲۰۰۱ کال کې یې د هند پر پارلمان برید وکړ او دواړه هېوادونه یې د جنګ پولې ته نژدې کړل.

د هند په پټانکوټ کې د هوايي ځواکونو پر اډې له برید سره همهاله د افغانستان د مزار شریف په ښار کې هم د هند پر قونسلګرۍ برید وشو چې لږ تر لږه یو پولیس په کې ووژل شو او ۱۱ نور ژوبل شول.

ځيني شننونکي ګومان کوي‌ چې اورپکو ښايي دغه بریدونه پخپل سر کړي وي‌ چې د سولې د خبرو بهیر اغیزمن کړي.

XS
SM
MD
LG