څیړونکو د هند په جنوب کی نن د هغی الوتکی د لویدو په سیمه کې د د ثبتولو بکس ترلاسه کړی چی په دی یوه لسیزه کی دا ډول هوایی غمیزه نه وه رامینځ ته شوی.
د بویینگ ٧٣٧ د ثبت آله د الوتکی د لویدو د علت د څرنگوالی لپاره ډیر اهمیت لری چی ولی دغه الوتکه د منگلور په هوایی اډه کی د کوزیدو په وخت کی ولویده. لومړئ وښوییده او بیا یی اور واخیسته.
د امریکا د د ټایمز آف انډیا خبری آژانس خبر ورکوی چی د امریکا د ملی ترانسپورت د مصؤنیت اداره به د هند په غوښتنه د الوتکی د لویدو ځای ته خپل څیړونکی ولیږی .
د بویینگ کمپنۍ هم خپل یو تحقیقاتی ټیم ورلیږی.