د لاس رسي وړ اتصالات

هغه هندۍ ښځه چې په عزت باندی یې تیری سوی و سینگاپور ته د علاج لپاره استول شوې ده


د سینگاپور هغه روغتون چي د یوې هندۍ محصلي چي د یوې ډلي له خوا یې پر عزت باندی تیری شوی علاج کوي، وایي چي دهغې روغتیایي حال ډیر خراپ دی.

د ( مونټ الیزابیت ) د روغتون یوه لوړپوړي مامور ډاکټر ( کالوین لو ) ددغي ٢٣ کلني ښځي د روغتیا په هکله پرون د جمعې په ورځ وروستی رپوټ خپور کړ او ویې ویل چي د هغې د روغتیا مهمي نښي نښانې مخ په خراپیدو دي او د بدن ځیني غړي یې له کاره لویدلي دي.

( لو ) وویل چي « دا سره له دې چي ډاکټران هلي ځلي کوي چي د هغې ژوند وژغوري او په دې لړ کي یې هغې ته مصنوعي تنفس ورکړی، انټي بایوټیک دارودرمل یې ورچالانه کړي او دداسي نورو وسیلو نه یې کار اخیسنی دی چی د هغې زخمونه روغ سي. هغه دا هم وویل چي ددغي ښځي چي نوم یې وانه خیست خپل خپلوانو ته د هغې د حال د خراپیدو په اړه اطلاع ورکړه شوې ده او هغوي دغه روغتون ته حاضر شوي دي.

دغی ښځي د ډیسیمبر په ١٦مه د هند په پایتخت نوي ډهلي کي په یوه بس موټر کي سفر کاوه چي یوې ډلي سپرلیو د هغې په عزت باندي تیری وکړ او له وهلو ډبولو نه وروسته یې دبس موټر څخه لاندي راوغورځوله.
XS
SM
MD
LG