د لاس رسي وړ اتصالات

د هند پارلمان د "طلاق ثلاثه" د مخنیوي قانون تصویب کړ


د هند پارلمان خپل مسلمانو اتباعو ته یوه لایحه تصویب کړه چې میړه نشي کولای خپلې ښځې ته "ناڅاپه طلاق – طلاق ثلاثه" ورکړي.

"ناڅاپي طلاق" ورکول چې ورته "طلاق ثلاثه" هم وایي د هند د مسلمانانو ترمنځ له عمدو مشکلاتو څخه گڼل کیږي چې په کې یو میړه درې ځلې د "طلاق" کلیمې په ویلو سره له خپلې ماندینې جدا کیدای شي.

د هند د عدلیې وزیر راوي شنکر پرساد، وايي دغه لایحه چې د سنا مجلس د سه شنبې په ورځ (جولای ٣٠) تصویب کړه په هند کې د ښځو ځواکمن کیدل او د ټولنیزو شرایطو بدلون په ډاگه کوي.

د هند پارلمان دا کار د هند سترې محکمې د حکم نه دوه کاله وروسته وکړ چې وایي د مسلمانو نارینه له خوا ښځو ته ناڅپه طلاق ورکول د ښځو په اساسي حقوقو تیری دی.

د هند د ١٧٠ میلیون مسلمانانو اکثریت سوني مذهبه دي.

د هند پارلمان دغه لایحه تیره اونۍ تصویب کړې وه او وروسته له هغې به د قانون بڼه غوره کړي چې د هند جمهور رئیس یې لاس لیک کړي.

په هند کې "طلاق ثلاثه" قانون پداسې حال کې لغو کیږي چې د پاکستان په گډون شلو هیوادونو د مسلمانانو ترمنځ دغه ډول طلاق ورکول پخوا بند کړي دي.

XS
SM
MD
LG