د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې د نږدې ۴٠٠ میلیونه ډالرو په ارزښت پاکستاني مخدره توکي نیول شوي


د هند په پنجاب ایالت کې نیول شوي پاکستاني مخدره توکي
د هند په پنجاب ایالت کې نیول شوي پاکستاني مخدره توکي

د هند په شمال کې د ګمرک مامورین وایي د ٣٩٠ میلیون ډالرو په ارزښت مخدره توکي یې کشف او نیولي چې له پاکستان نه قاچاق کیدل.

د هند د پنجاب ایالت د گمرک یو مسؤل دیپک کمار گوپتا، ویلي دي چې ۵۸۶ کیلوگرامه مخدره توکي چې زیات یې هیروین وو د مالگې په بوجیو کې ځای پر ځای شوي وو.

هغه وویل چې ددې پیښې په ارتباط دوه تنه نیولي دي.

د پنجاب ایالت د گمرک یو بل مقام بوپال سنگ وویل چې دا د هند په تاریخ کې د مخدره توکیو تر ټولو ستر بنډل دی چې یو دولتي ارگان یې نیسي.

د هند د پنجاب ایالت د مخدره توکیو عمده ترانزیتي لار ده او پدې ایالت کې مخدره توکي زیات کارول کیږي. دا ایالت د پاکستان سره ۵۵۳ کیلومتره گډه پوله لري.

XS
SM
MD
LG