د لاس رسي وړ اتصالات

د هند په جنوب کې ملیونونه خلک د اوبو د کمښت سره مخ دي


د هند په جنوب کې د ټامل ناډو په ایالات کې د هوټلونو او خلکو د کورنونو په نلونو کې اوبه وچې شوي او خلک مجبور دي چې د ټانکرونو نه اوبه واخلي.

د دې ایالت د پراختیا ایالتي وزیر اس پي ویلوماني ویلي چې د وچکالۍ له وجې ۶۲ په سلو کې د باران ورښت کم شوی. په ځینو ځایونو کې ریسټورانټونه د اوبو د کمښت له وجې خپلو مشتریانو ته د غرمې ډودۍ هم نشي ورکولی.

د چنای په ښار کې یو هوټل هره ورځ دوه ټانکره اوبه اخلي چې د یو ټانکر قیمت یې شاوخوا ۵۷ امریکایي ډالر کیږي خو هوټلونه وایي چې دغه اوبه د شپیتو کیلو مترو لیرې ځای نه وروړل کیږي او کله نا کله دا اوبه هم نه پیدا کیږي.

ځایي خلک بیا په ساعتونو ساعتونو په اوږو قطارونو کې ولاړ اوسي چې د څښاک لپاره اوبه د ټانکرونو نه واخلي.

چنای په هند کې شپږم ستر ښار دی او تقریباً لس ملیونه خلک پکې ژوند کوي. د ټامل ناډو ایالت د موټر جوړونې مرکز دی او ګڼ شمیر خلک ورته د چکر لپاره ه هم ورځي.

ایالتي چارواکو د نورو ایالتونو نه غوښتي چې د موسمي بارانونو تر کیدو دې ورته اوبه ورکړي ځکه چې د هند په مختلفو سیمو کې د موسمي بارانونو وخت فرق لري.

XS
SM
MD
LG