د لاس رسي وړ اتصالات

د هندي جاسوس قضیې د اسلام آباد او تهران اړیکې خرابې کړي


پاکستان ادعا لري چې هند کولبهوشان یاداف پاکستان ته د جاسوسۍ او ورانکارۍ لپاره لیږلی و
پاکستان ادعا لري چې هند کولبهوشان یاداف پاکستان ته د جاسوسۍ او ورانکارۍ لپاره لیږلی و

د پاکستان او هند اړیکې د هغه شخص په نیول کیدو یو ځل بیا خړې پړې شوي چې ګمان کیږي هندی جاسوس دی.پاکستاني چارواکي وایي نیول شوی کس د هنداستخباراتي ادارې لخوا د بلوچستان ایالت ته د جاسوسۍ لپاره استول شوی و.

چارواکي وایي کولبهوشان یاداف څه موده د ایران د چابهار په بندري ښار کې هم تیره کړې او هلته یې د پاکستان په خلاف د ورانکارۍ او جاسوسۍ فعالیتونه کړیدي.

اسلام آباد اوس د ایران نه غواړي چې د کولبهوشان یاداف په هکله هغوي ته معلومات ورکړي. د پاکستان حکومت په اسلام آباد کې د ایران سفارت ته په یوه لیک کې ویلي دي چې " یاداف د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز د پروژې په خلاف د ورانکارۍ فعالیتونه کړیدي. "

په لیک کې همدارنګه لیکل شوي چې " دغه شان فعالیتونه چې د دولت په همکارۍ تر سره کیږي، د ایران او پاکستان په سرحدي سیمو کې سوله ایز چاپیریال زیانمن کوي. "

د راپورونو پر اساس اسلام آباد همدارنګه د تهران نه غوښتي دي چې د " راکش په نامه د یاداف یو ملګری دې هم ونیسي او پاکستان ته وسپاري." راکش په رضوان هم مشهور دی او د ایران په چابهار کې د ګاڼو دکان لري.

هندي چارواکو بیا د پاکستان دغه تورونه رد کړي. نوي ډهلي په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې " یاداف د هند د بحري ځواکونو پخوانی صاحب منصب دی او د پوځ نه تقاعد شویدی. " په اعلامیې کې دا هم ویل شوي چې " یاداف د هند د استخباراتي ادارې (RAW) سره هیڅ اړیکې نلري. "

تهران هم دغه آوازې رد کړیدي.

په اسلام آباد کې د ایران سفارت په یوې اعلامیې کې په یو شمیر پاکستاني رسینو انتقاد کړی چې دهندي جاسوس په هکله داسې مطالب یې خپاره کړیدي چې د "پاکستان او ایران دوستانه او د ورورګلوۍ اړیکې زیانمنې کوي."

سره لدې چې د پاکستان او ایران اړیکې د پخوا نه ښې دي خو په چابهار کې د ایران او هند تازه اقتصادي اړیکو اسلام آباد یو څه اندیښمن کړی.

هند د چابهار د بندر په پروژه کې تقریباً یو سل او پنځوس میلیونه ډالر لګولي دي او داسې ګمان کیږي چې هند غواړي پدې کار سره د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز پروژه له منځه یوسي.

هند غواړي د چابهار د بندر له لارې افغانستان او د مرکزي آسیا هیوادونو ته اقتصادې لار جوړه کړي چې پاکستان دغسې یو کار نه غواړي چې وشي.

XS
SM
MD
LG