د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې د اورگاډي په ټکر کې ٦١ تنه وژل شوي


پیښه هغه وخت رامنځته شوه چې یو اورگاډی په سرغت روان و او په یوه تم ځای کې د یوه بل ولاړ اورگاډي سره ولگید.

چارواکی وایی چی د هند په ختیځ کی د یوه اورگاډی په ټکر کی لږ تر لږه ٦١ تنه وژل شوي او ١٢٠ تنه زخمی شوي دي.

دغه پیښه نن سهار د بیربوم په ښارگوټی کی وشوه چی د لویدیځ بنگال د مرکز کلکتې نه ٢٠٠ کیلومترۍ لرې موقعیت لري.

پیښه هغه وخت رامنځته شوه چې یو اورگاډی په سرغت روان و او په یوه تم ځای کې د یوه بل ولاړ اورگاډي سره ولگید.

دا ټکر دومره قوی و چی د اورگاډي د یوې برخې چت بالکل ترې الوتلی و.

د ژغورنې عمله د پیښې ځای ته ورغلې چې زخمیان او مړي راوباسي.

چارواکی ددې پیښې تحقیق کوي چې څنگه یو اورگاډی په سرعت روان و په داسې حال کې چې بل اورگاډی په عین پټلئ کې ولاړ و.

XS
SM
MD
LG