د لاس رسي وړ اتصالات

هند له امریکا غوښتي د کرزي د حکومت سره له نږدې کار وکړي


هند له امریکا غوښتي د کرزي د حکومت سره له نږدې کار وکړي
هند له امریکا غوښتي د کرزي د حکومت سره له نږدې کار وکړي

د هند د بهرنیو چارو وزیر اس ایم کرشنا وایي نوموړي د افغانستان د انتقال د پروسې په هکله د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرې سره خبرې وکړې. نوموړي په افغانستان کې د امریکا په پرله پسې شتون او ددې هیواد په بیا ودانولو کې د امریکا پر مرستو ټینګار وکړ.

په دې ترڅ کې هیلري کلنټن د سخت دریځې په وړاندې د هند له مبارزې نه ټینګه پلوي وکړه او له پاکستان نه یې وغوښتل چې په خپله خاوره کې د ترهګرو پټ ځایونه له مینځه یوسي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر اس ایم کرشنا پرون وویل له امریکا څخه یې غوښتي چې د افغانستان له حکومت او حامد کرزي سره نژدې کار وکړي تر څو داسې شرایط رامنځ ته شي چې ترهګر په دې هیواد کې نور پرمختګ ونه شي کړای.

کریشنا په نوي ډهلي کې د هیلري کلنتن سره له خبرو وروسته په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل:

" مونږ په دې موافق یو په داسې حال کې چې په افغانستان کې د انتقال پروسه پلې کیږي مونږ سره باید نژدې اړیکې ولرو. مونږ همداشان د بیاودانولو، پرمختیایي چارو او د ظرفیتونو د روزلو په هڅو خبرې وکړې مونږ دا تائیدو چې په جنوبي او مرکزي اسیا کې سیمه ایزه سوداګري او تجارتي فعالیتونه د افغانستان په ګټه دي او د سیمه ایز ثبات او سوکالۍ سبب کیږي."

د جګړې د لګښت او تلفاتو په نظر کې نیولو سره امریکا غواړي په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمیره راټیټه کړي، خو کریشنا له امریکا تمه لري چې په افغانستان کې خپل شتون ته دوام ورکړي.

"مونږ پر امریکا او نورو هیوادونو چې په افغانستان کې حضور لري زور اچولی چې اړینه ده تر څو دې کار ته د افغانستان د حکومت او جمهور رئیس حامد کرزي له غوښتنې سره سم دوام ورکړي."

هیلري کلنتن د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې پاکستان د امریکا یو عمده متحد دی او دا پاکستان ته اړینه ده چې د خپلې خاورې د بشپړتیا او خپلو خلکو د ژغورنې په خاطر د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړي.

"مونږ د پاکستان حکومت ته دا څرګنده کړې چې د ههر ډول سخت دریځۍ او افراطي ګرۍ پر ضد جګړه د هغوی په ګټه ده. مونږ فکر نه کوو چې داسې ترهګر دې وي چې کوم حکومت دې ورته پناه ورکړي، ځکه که هغوی داسې پریښول شي ددې ډول تروریستي فعالیت او کړنو د عواقبو کنترول او اداره به مشکله وي. "

کلنتن زیاته کړه، مونږ له پاکستان سره اوږدمهاله اړیکې غواړو چې د دواړو خواو په ګټه وي ددې په ګډون چې دواړه خواوی دا مني چې مونږ ترهګرو ته په هیڅ ځای کې پناه ورکول نه شو زغملای

هیلري کلنتن زیاته کړه چې د هند او پاکستان ترمنځ د وروستنیو پرمختیاو په اړه ورته څرګندونې شوي او نوموړې فکر کوي چې دا ډیر مهم چلند دی چې دواړه خواوی د خپل منځي باور د رامنځ ته کیدو لپاره وهڅول شي.

XS
SM
MD
LG