د لاس رسي وړ اتصالات

هند غواړي پخپله ١٠ نوې اټومي بټۍ جوړې کړي


د هند په مهاراشترا ایالت کې د اټومي بریښنا د تولید بټۍ
د هند په مهاراشترا ایالت کې د اټومي بریښنا د تولید بټۍ

د هند د صدراعظم کابینې د لسو اټومي بټو د جوړولو پلانونه ومنل په مجوعي توگه د ٧٠٠٠ زره میگاواټه بریښنا د تولید ظرفیت به ولري.

دغه لس اټومي بټۍ به پخپله د هند له خوا جوړې شي چې ددې هیواد د بریښنا اوسنۍ تولید به دوه چنده کړي. دا هیواد همدا اوس ٢٢ اټومي بټۍ لري.

ددې پروژې پلي کیدل د هند د صدراعظم نریندرا مودي د نوښتونو یوه برخه ده چې "په هند کې په جوړ شویو" محلي تولیداتو باندې ټینگار کوي او دا کار څه دپاسه ٣٠ زره هندیانو ته د کار زمینه برابره کړي.

همداشان د هند په طرحه ددې سترې پروژې یوه برخه تر ٢٠٢٢ کال پورې د زیاتې شنې او نوې کیدونکې انرژۍ په تولید پورې مربوط کیږي چې د لمر له وړانگو څخه د بریښنا تولید هم په کې شامل دی.

د "گلوبل انسایټ" د اقتصادي بنسټ څیړونکی راجیف بسواس د امریکا غږ ته وویل چې ددغو تاسیساتو نه گټه اخیستنه د هند لپاره یو ستر گام دی. هند په نړۍ کې د بریښنا ستر مصرفونکی هیواد دی.

خو د ښاغلي بسواس په وینا بیا به هم هند هڅه وکړي چې خپله ٦٠ فیصده بریښنا د ډبرو سکرو څخه ترلاسه کړي، خو د هند حکومت په زغرده هڅه کوي چې د طبیعي گاز په څیر د انرژۍ له پاکو او نوي کیدونکو کنابعو نه استفاده وکړي.

له بلې خوا د هند د نفوس له څلورو څخه یوه برخه د بریښنا څخه محرومه ده او د هغوی د کورونو روښانه کول د ښاغلي مودي د انتخاباتي کمپاین له وعدو څخه دي.

د ښاغلي بسواس په وینا د هند صدراعظم مودي ددې ژمنې د پلي کولو لپاره باید د انرژۍ په بازار په ځانگړې توگه د بریښنا په تولید کې ضروري بدلونونه راوړي چې په هند کې د د انرژۍ د تولید په برخه کې پانگونې د پام وړ وگرځي.

XS
SM
MD
LG