د لاس رسي وړ اتصالات

هند د راتلونکي اوړي گرمۍ ته تیاری نیسي


د نړیوال اقلیم د بدلون په وجه رامنځ ته شوې گرمۍ تیر کال په هند کې ٢٥٠٠ کسان وژلي وو.
د نړیوال اقلیم د بدلون په وجه رامنځ ته شوې گرمۍ تیر کال په هند کې ٢٥٠٠ کسان وژلي وو.

هندي مقاماتو داسې پروگرامونه طرحه کړي چې د هند په دوو خورا گرمو سیمو کې چې هر کال د سختې کرمۍ له څپو سره مخامخ دي خلک د گرمې هوا له اثرونو څخه وژغوري.

د نړیوال اقلیم د بدلون په وجه رامنځ ته شوې گرمۍ تیر کال په هند کې ٢٥٠٠ کسان وژلي وو. له دې سربیره د هند یو میلیارد او ٢٥٠ میلیونه وگړي د وروستیو څو کلونو په دوبیو کې د اقلیم د بدلون په نتیجه کې د سختې گرمۍ، وچکالۍ، کرهنیزو آفتونو او د څارویو د تلف کیدو سره مخامخ شوي دي.

په نیویارک کې میشت د دفاعي منابعو د ملي شورا په بنسټ کې د هند د برخې مسؤلې د اسوشیتید پر س اژانس ته ویلي دي چې "هند گرمیږي، او دا گرمي انسانانو ته وژونکې ده. د انسانانو د ژوند د ژغورنې لپاره باید تیار اوسوو او د هند ټول ښارونه باید د گرمۍ د مشکل په وړاندې د مقابلې طرحې ولري."

ټاکل شوې چې دغه پروگرام له راتلونکې اونۍ څخه د اوریسا د ختیځ ایالت په څلورو ښارونو کې او د ناگپور په گډون د هند په شپږو لویدیځو ښارونو کې پلی شي هغه ښارونه چې د وگړو مجموعي شمیر یې ١١ میلیون وگړو ته رسیږي او تیر کال یې د سانتیگراد ۴٧ درجې گرمي تجربه کړې ده.

په دې پلان کې شامل ښارونه باید خلکو ته په ځانگړې توگه ماشومانو ته د د گرمۍ هوا څخه د رامنځ ته کیدونکو خطرونو په هکله زده کړې وکړي، زیاتې اضافي اوبه ذخیره کړي او روغتونونه د گنگل زیاتې بستې ذخیره کړي.

اسوشیتدپرس گزارش رپوټ ورکوي چې ددې طرحې په چوکاټ کې طبي کارکوونکو ته د گرمۍ هوا څخه د رامنځ ته کیدونکو فشارونو د تشخیص په برخه کې، د گرمۍ له وجې د زړه سکتې او د مایعاتو د لاسه ورکولو اړوند پیښو په هکله ځانگړې زده کړې ورکړي.

په اندراپردیش ایالت کې د ١٧٠٠ کسانو د تلف کیدو په گډون په هند کې اکثر هغه کسان چې تیر کال تلف شول مزدورکاره، ساختماني کارگران او دهقانان وو چې د سختې گرمۍ سره سره د کار د خوشې کولو توان یې نه درلود.

د نوي پروگرام له مخې اړینه ده چې ښاروالۍ خلکو ته اضافي اوبه برابرې کړي، مصیبت ځپلو خلکو ته یخ او ساړه پناه ځایونه جوړ کړي او له غرمې وروسته ساعتونو کې کارگرانو ته د کاري وقفو زمینه برابره کړي.

په هند کې د گرمۍ له وجې خطرونه زیات شوي دي ځکه په وروستیو کلونو کې د موسمي بارانونو کموالی د ځمکې لاندې اوبو د کمیدو او په سیندونو کې د اوبو د سطحې د ټیټیدو سبب شوي دي.

کارپوانو خبرداری ورکړی چې د ۲۰۳۰ کال پورې به هند د اوبو د سخت بحران سره مخامخ شي او هغه وخت به هند یواځې په دې وتوانیږي چې د کرهڼې، صنایعو او د ښاریانو د اړیتا وړ نیمایي اوبه برابرې کړي.

XS
SM
MD
LG