د لاس رسي وړ اتصالات

هند: غوا ته د بی احترامۍ په تور د مسلمانانو د وژلو په ضد مظاهرې شوې


په هند کې بلوهگر په هغو مسلمانانو حملې کوي چې د غوا غوښه خوري.

د هند په مختلفو ښارونو کې د مسلمانانو او د هندوانو د ټیټې طبقې په خلکو باندې د حملو په خلاف مظاهرې شویدي.

دا مظاهرې په داسې وخت کې کیږي چې د هند د صدراعظم نریندر مودي په حکومت داسې اعتراضونه روان دي چې هغوي د مسلمانانو په ضد د تشدد د منخیوي لپاره جدي اقدامات ندي کړې.

د چارشنبې د ورځې دا مظاهرې د هغې پیښې په ځواب کې کیږي چې د اختر نه یوه ورځ مخکې ٢٠ تنو بلوهگرو په یو هلک باندې حمله وکړه او په وهلو وهلو یې وواژه. دغه هلک د خپل ورور سره د اختر لپاره سودا کړې وه او په اورگاډې کې بیرته کور ته تلو.

جنید خان چې ١٥ کلن و، په اورگاډي کې څو تنو په چاقوانو وواهه. د جنید خان مشر ورور چې هغه هم په دغه حمله کې زخمي شویدی وایي چې په اورگاډي کې ورته دغو کسانو وویل چې دوي غوښې خو‏ري او بیا یې په هغوي حمله وکړه.

ځینې هندوان عقیده لري چې غوا مقدسئه ده او د غوښې خوراک یې گناه ده.

په نوي دیلی کې په زرگونو تنو په مسلمانانو د تشدد په ضد مظاهره وکړه
په نوي دیلی کې په زرگونو تنو په مسلمانانو د تشدد په ضد مظاهره وکړه

د غوا په مسله خلک ویشل شوي

په هند کې د مودي د وطن پرسته سیاسي گوند د غوا د خوندیتیوب د قوانینو د سختولو نه وروسته دا اندیښنې زیاتې شویدې چې غوا یو داسې ځناور دی چې خلک یې په دوو برخو ویشلې دي.

د هند د جکارته په ایالت کې د چارشنبې په ورځ یوې پاریدلې ډلې یو سړی هغه وخت ډیر زیات وواهه چې د هغه د کور مخې ته یې مړه غوا ولیده.

د اپریل په میاشت کې د راجهستان په ایالت کې یو گوجرهغه وخت ووژل شو چې غوایان یې ورسره و او کور ته روان و.

د بشر د حقوقو د څارنې ټولنې د اپریل په میاشت کې په رپورټ کی لیکلي چې لس تنه مسلمانان د غوښې خوړلو په تور وژل شویدي. دغه رپورټ وایي چې دغو بلوهگرو اقلیتي ټولنو ته گواښ پیښ کړیدي او هغوي په ویره کې ژوند کوي.

صبا دعوان چې فلم جوړونکي ده، هغې د دغه بلوهگرو په ضد په انترنیت کمپاین شروع کړ. د دعوان د مبارزې نه وروسته خلک د مظاهرو لپاره لارو کوڅو ته راوتلل، هغې امریکا غږ ته وویل "د خلکو غوسه او قهر د دی سبب شو چې مظاهرې وکړي."

په حکومت نیوکې

د هند په حکومت باندې په دی وجه سختې نیوکې کیږي چې د دا ډول پیښو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات نه کوي. د مظاهرو په دوران کې هم خلکو د حکومت په خلاف شعارونه ورکول. ځینې انتقاد کونکي وایي چې د غوا د خوندیتوب په هکله د حکومت د ورستیو پریکړو په اساس دغه ډول پیښې زیاتې شویدي او حکومت یې د مخنیوي کوښښ نه کوي.

مگر د چارشنبې په ورځ د هند د اطلاعاتو وزیر وینکیات نیډو د جنید خان قتل وغنده او وی ویل چې پکار ده داسې ډول پیښې وغندل شي.

XS
SM
MD
LG