د لاس رسي وړ اتصالات

هند به د نړۍ ترټولو چټک وده کونکی اقتصاد شي


د نړیوال وجهي صندوق ریْسه کریشن لګارډ وايي چې هند به روان کال د نړۍ تر ټولو چټک وده کونکیْ اقتصاد شي او په اقتصادي وده کې به تر چین مخکي شي. میرمن لګارډ هند ته خپل د وروستي سفر پرمهال مخ پر ودې کاروبارونو ته دا توصیه هم وکړه چې په داسې حال کې چې امریکا خپل د سود اندازه لوړوي، په مالي نظام کې دي د ممکنه بې ثباتۍ دپاره ځانونه آماده کړي.

د نړۍ د وجهي صندوق یا آی ام اف مشرې کریشیان لګارډ وویل چې په داسې حال کې چې د نړۍ اکثره هېوادونه د سوکه اقتصادي رشد سره مخامخ دي، هند برعکس چټک اقتصادي رشد لري چې دا د نړۍ د اقتصادي نظام دپاره یوه په اصطلاح روښانه برخه ده.

میرمن لګارډ دغه څرګندونې روانه اونۍ هند ته خپل د یوه دوه ورځني سفر په لړ کې وکړې چیري چې هغې د هند د لومړي وزیر نریندر مودي سره وکتل او د یوه پوهنتون محصلینو او د هند مرکزي بانک ته یې ویناګانې وکړې.

هغې داسې وویل ،،د پالیسۍ په برخه کې وروستیو اصلاحاتو او د تجارت په برخه کې د پانګه اچونکو ښه شویْ ډاډ، د دې سبب شوی دی چې د هند په اقتصاد کې مثبت بدلون راشي. نړیوال وجهي صندوق وړاندوینه کوي چې هند به سږکال ۷،۲ فیصده اقتصادي رشد ولري او پر کال به دغه رشد ۷،۵ فیصده ته لوړ شي چې په لړ کې به یې هند د نړۍ د هغو هېوادونو په ډله کې راشي چې چټک اقتصادي پرمختګ لري. هند د غټو اقتصاد لرونکو هېوادنو په جمع کې تر ټولو چټک اقتصادي رشد لري. په همدغه لیل هند به یوه ډیره روښانه راتلونکې ولري. په ۲۰۱۹ کال کې به د هند اقتصاد د ۲۰۰۹ کال په پرتله دوه چنده شي. کله چې د هند اقتصاد ته له دې اړخه وکتل شي چې څومره د ،،رانیولو،، وړتیا لري نو د هند ناخالص ملي عواید به د جاپان او جرمني دواړو هېوادونو د ګډو عوایدو نه زیات وي.،،

،،هند اوس هم باید اصلاحات تطبیق کړي،،

خو د نړیوال وجهي صندوق ریْسې په عین حال کې هند ته خبرداری هم ورکړ چې اوسني اصلاحات دي ژر تر ژره نور هم تطبیق کړي. په دغو اصلاحاتو کې په توکو او خدماتو باندې د یوشان مالیې د وضع کولو مسله شامله ده ، د کارګرو دپاره د مناسبو قوانینو د پلي کولو مسله شامله ده او د بې ځایه بیروکراتیکو خنډونو مسله شامله ده چې د پروژو د تطبیق مخنیوی کوي.

هندي اقتصاد پوهان د میرمن لګارډ د ارزیابۍ سره موافق دي.

ډي کې جوشي، چې په ممبۍ کې د کریسل په نامه په یوه اقتصادي څیړنیز مرکز کې ستر اقتصاد پوه دی وايي چې د حکومت وروستيو پالیسوو، اقتصادي رشد قوي کړی دی خو په کار ده چې نور څه هم وشي.

جوشي داسې وايي ،،زما له نظره اوسني اصلاحات به د هند د اقتصادي رشد په دوام کې مرسته وکړي خو که چیري حکومت نور اصلاحات تطبیق نکړي نو دغه اقتصادي رشد به ډیر دوام ونکړي او په کال کې ۹ یا ۱۰ فیصده رشد ته رسیدل به چې اوس امکان لري، ستونزمن شي.،،

خو باید وویل شي چې د هند د حکومت دپاره چارې دومره آسانه نه دي. د مثال په توګه حکومت اوس مهال د هغې لایحې د تصویب په برخه کې د سخت سیاسي مخالفت سره مخ دی چې په لړ کې به یې د زیربنا، معادنو د استخراخ او نورو صنعتي پروژو دپاره د ځمکې د رانیولو بهیر آسانه شي.

لګارډ : د امریکا د سود د کچې لوړیدو ته اماده شیْ

میرمن لګارد په هند کې د سفر پرمهال د نړۍ مخ پر ودې مارکیټونو ته خبرداری ورکړ چې امریکا ښايي خپل د سود اندازه لوړه کړي چې دا کار کیدای شي د ۲۰۱۳ کال په څیر په مالي مارکیټونو کې یو څه بې ثباتي خلق کړي.

په ۲۰۱۳ کال کې د هند په شان هېوادونو وروسته له هغه نه ضربه ولیده چې د امریکا مرکزي بانک اعلان وکړ چې خپل د څو ملیاردو ډالرو د رانیولو پروګرام به محدود کړي.

هغه هېوادونه چې اقتصاد یې مخ پر ودې دی، د صنعتي هېوادونو څخه یې په دې ورستیو کې زیاته پانګه اچونه ترلاسه کړې خو اوس ویره لري چې د امریکا د سود د اندازې د لوړېدو سره به دغه سرمایه د یادشویو هېواونو څخه بیرته وایستل شي.

خو هندي اقتصاد پوه جوشي بیا وايي چې هند د نورو مخ پر ودې هېوادونو په پرتله د اقتصادي لحاظه په ښه موقعیت کې دی او د امریکا د سود د اندازې د لوړېدو په مقابل کې مقاومت کولای شي.

جوشي داسې وايي ،،که د امریکا مرکزي بانک د سود اندازه لوړه کړي نو زمونږ د هېواد څخه به هم پیسې ووځي خو د هند اوسني اقتصادي وضیعت ته په کتو سره کله چې وضیعت بیرته آرامه شي سرمایه به بیرته هند ته راشي. بناْ مونږ په دې باور یوو چې پرمونږ باندې به یې تاثیر موقتي او لنډمهاله وي.،،

د یادونې وړ ده چې د امریکا مرکزي بانک د روانۍ اونۍ د چارشنبې په ورځ وویل چې امکان لري امریکا د روان کال په ورستیوو برخو کې د سود اندازه لوړه کړي هغه هم که اقتصادي وضیعت یې ایجاب وکړي.

XS
SM
MD
LG