د لاس رسي وړ اتصالات

د کاغذپران تار په هند کې د څو تنو غاړې پرې کړې


د هند په پلازمینه ډهلي کې یوه ځوانه نجلۍ وروسته له هغې مړه شوه چې د گوډۍ یا کاغذپران شیشه یي تار یې غاړه غوڅه کړه.

د فرانسې خبري اژانس رپوټ ورکړی چې دغه پیښه د یکشنبې په ورځ اگست ٢٥ (وږي ٣) هغه وخت رامنځ ته شوه چې دغه نجلۍ د پلار سره پر موټرسایکل سپره او له هغه سړک تیریدله چې یو ځوان د گوډۍ په الوځولو بوخت و.

په روانه اونۍ کې دا ډول دوهمه پیښه ده چې رامنځ ته کیږي. هندي رسنیو رپوټ ورکړی چې د شنبې په ورځ هم د کاغذپران تار د یوې څلور کلنې نجلۍ نژدې نیمایي غاړه غوڅه کړې وه.

د کاغذپران الوځول په هند کې یوه مشهوره سرگرمي ده، خو دغه سرگرمي پدې وروستیو کلونو کې په ځانگړې توگه هغه وخت د مړینو سبب شو چې د گوډي پران پر تار باندې اوسپنې او شیشې موږل کیږي او ګوډي پران بازان د نایلوني تارونه استفاده کوي.

په هند کې د کاغذپران په تار باندې د ټپي کیدو زیات شمیر پیښې د اگست په ١٥ ثبت شوي دي، ځکه پدغه ورځ چې د هند د خپلواکۍورځ ده، خلکو رنگه گوډۍ چې تر زیاته د هند د بیرغ په رنگ وې هوا ته الوځوي وې.

د هند د خپلواکۍ په ورځ هم یو ٢٨ کلن انجینر چې هغه هم پر موټرسایکل سپور و او د نوي ډهلي له یوې کوڅې تیریده د کاغذپران په تار یې نیمه غاړه غوڅه شوه او مړ شو.

همداشان یو درې کلن هندي هلک تیره اونۍ هغه وخت بریښنا وواژه چې د هغه د کاغذپران تار چې فلز باندې لړل شوی و د بریښنا له سیم سره تماس پیدا کړ.

تیره میاشت هم د گوډۍ تار د یو هندي هلک غاړه غوڅه کړه او مړ شو چې د خپل کاکا سره پر موټرسایکا سپور و.

ددغه ډول پیښو د زیاتیدو وروسته په نوي ډهلي کې مقاماتو درې کاله مخکې د کاغذپران د هغو تارونو تولید، ذخیره او استفاده کول بند کړل چې په شیشې او فلز باندې ککړ وي.

مقاماتو ویلي هر هغه څوک چې ددې امر نه سر وغړوي په پنځه کاله بند په محکوم او ١٠٠ زره هندي روپۍ به جریمه شي.

خو په هند کې د کاغذپران زیات شمیر مینه ددې امر نه سرغړونه کوي او لا هم په نوي ډهلي او شاوخوا سیمو کې گوډۍ الوزوي.

XS
SM
MD
LG