د لاس رسي وړ اتصالات

هغه هندۍ ماشومه مړه شوه چې ۳۷ انچه سر یې و


د رڼا مور اسوشیتډ پرس ته ویلي چې نیمه شپه یې د لور ساه بنده شوه
د رڼا مور اسوشیتډ پرس ته ویلي چې نیمه شپه یې د لور ساه بنده شوه

په هند کې ډاکټران وايي هغه ماشومه مړه شوه چې سر یې د عادي انسانانو تر سر دوه برابره غټ و.

دا پنځه کلنه ماشومه رڼا بیګم نومېدله او د هند په یوې لېرې پرتې سیمې ترېپورا کې اوسېدله. د ډیلي ډاکټرانو څو وارې د دغې پنځه کلنې ماشومې سر عملیات کړ، خو کوچنی نشو.

د هغې مور فاطمې بیګم اسوشیتډ پرس ته ویلي چې نیمه شپه یې د لور ساه بنده شوه او بیا روغتون ته پر لار مړه شوه. هغه د سه شنبې په شپه ( جون ۱۸) مړه شوه.

ډاکټران وايي رڼا چې له موره پېدا شوه په یوه داسې ناروغي اخته وه چې له کبله یې د بدن مایعات سر ته خیژي او سر غټوي.

دغې ناروغۍ د هغې سر ۳۷ انجه غټ کړی و چې له کبله یې هغه پړ مخې څملاستلې نشوه او ساه یې هم په ارامه اخیستلې نشوه.

د ډیلي د یوه روغتون ډاکټرانو په ۲۰۱۳ کال کې په وړیا د هغه درملنه او عملیات وکړل.

د هند او نړۍ مطبوعاتو پر هغې ډېر راپورونه هم خپاره کړي وو او ډېر وخت د مطبوعاتو سر ټکی و.

XS
SM
MD
LG