د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو د هند د جنسي تیري د پېښې پر متهمو کسانو رسما تورونه لګولي


پولیسو په هند کي په هغو پنځو تنو باندي رسما تورونه لگولي دي چي تیره میاشت یې په ډله ایزه توگه د یوې ٢٣ کلني ښځې په عزت باندي تیری کړی و او هغه یې دومره سخته زخمي کړې وه چي دوې اونۍ وروسته د خپلو زخمونو له لاسه مړه شوه.

په دغو پنځو تنو باندي د قتل او جنایي تیري تورونه هم لگیدلي دي. چارواکي وایي چي که هغوي په دې تورونو محکوم سول نو د مرگ د سزا غوښتنه به یې وکړي. ویل کیږي چي د شپږم مجرم عمر تر ١٨ کالو کم دی او فکر کیږي چي د تنکیو ځوانانو په محکمه کي به محاکمه شي.

د هند حکومت له دې کبله چي په دې پېښي باندي خلکو سختي مظاهرې او احتجاجونه وکړل وعده کړې چي د محاکمې جریان به چټک کړي. ځیني فکر کوي چي محکمه به په دې اړه د بلي میاشتي تر پای پوري خپله فتوا صادره کړي او دا به په هغه هیواد کي چي په محکمو کي یې دوسیې په کلونو ځنډیږي یو بې سابقې کار وي.

دا هم ویل شوي دي چي ددغو مجرمانو د قانوني دفاع لپاره به حکومت مدافع وکیلان وټاکي ځکه چي د هند د مدافع وکیلانو اتحادیې ویلي دي چي د هغوي په دفاع کي به برخه وانه خلي.
XS
SM
MD
LG