د لاس رسي وړ اتصالات

د هند د جنسي تیري د بېښې یوه تورن ځان وژلی


د جنسي تیري د پېښې د قربانۍ دپاره خلګ دعاګانې کوي
د جنسي تیري د پېښې د قربانۍ دپاره خلګ دعاګانې کوي
د هند پولیس وايي چې د هغه کسانو له جملې نه چې تیرکال یې په یوې انجلۍ باندي جنسي تیر کړی وو، یوه کس یې په زندان کې ځان وژلی دی.


د تیهار زندان یوه مامور وویل چې رام سینګ د دوشنبې په ورځ وختي ځان په خپلو کالو باندې اعدام کړی دی. خو د سینګ کورنۍ او مدافع وکیل بیا وايي چې هغه په زندان کې وژل شوی دی ځکه د هغه لاس خوږ وو او نه یې سو کولای چې ځان وځړوي.


سینګ وايي چې پر زوي باندي یې په بند کې د نورو بندیانو له خوا جنسي تیر شوی وو او څو ځلي ورته د مرګ ګواښونه هم شوي وو.


پر سینګ باندې دا تور وو چې هغه بس یې چلوي چې د تیرکال د ډیسمبر په میاشت کې په کښي پر یوې ۲۳ کلنه انجلۍ باندې جنسي تیری وشو. نوموړې د دغې پېښې له کبله دوه اونۍ وروسته په روغتون کې مړه سوه.


سینګ د پنځو سړیانو او یوه تنکي ځوان د ډلې مشر وو. د پنځو کسان چټکه محاکمه تیره میاشت پیل شوه په داسي حال کې چې د تنکي ځوان محاکمه تیره اونۍ پیل سوه.
XS
SM
MD
LG