د لاس رسي وړ اتصالات

اندونیزیا: د بشر حقوق د سږکال مهم لومړیتوب دی


اندونیزیا: د بشر حقوق د سږکال مهم لومړیتوب دی
اندونیزیا: د بشر حقوق د سږکال مهم لومړیتوب دی

د اندونیزیا د باندنیو چارو وزیر وايي چې حکومت به یې د بشر حقوق خپل د کارونو لومړیتوب وګرځوي. د جنوب ختیځې آسیا د ملکونو د سازمان مشري سږکال د اندونیزیا په غاړه ده

په یوه خبري کنفرانس کې د اندونیزیا د باندنیو چارو وزیر (مارتي ناتالیګاوا) وویل چې د بشر د حقوقو مسله به یې د یوه مهم لومړيتوب په توګه د اجنډا په سر کې وي.

هغه داسي وویل: ،،اندونیزیا هیله لري چې په ۲۰۱۱ کال کې به د جنوب ختیځې آسیا د ملکونو د سازمان د بشري حقوقو کمیسون په خپلو دندو کې موثره ووسي او هلې ځلې به یې پر دې متمرکزې وي چې د دغه سازمان تعهد د بشر د حقوقو په برخه کې لازیات نړیوالو ته بیان کړي.،،

د جنوب ختیځې آسیا د ملکونو د سازمان یا ( اشین) مشرتابه هر کال بدلیږي.

د جنوب ختیځې آسیا د مطالعاتي مرکز څخه د چارو کارپوه (پوین چولپانګپو) وايي چې د تیرو کلونو په پرتله سږ کال د بشري حقوقو پر مسلې ډیر ټینګار دی چې دا پخواه ته په کتو سره یو غټ بدلون دی.

هغه زیاته کړه چې دغه سازمان د یو لړ نورو مسلو په برخه کې لکه د آزاد تجارت د ودې او امنیتي چارو کې هم لاسته راوړنې درلودې. خوهغه وايي چې اندېښنه لري چې د بشر د حقوقو پر مسلې ټینګار ته به ځینې د سازمان د اصولو خلاف اقدام په سترګه وګوري او داسي برداشت به ځینی واخلي چې ګواکي دغه سازمان د غړو ملکونو په کورنیو مسایلو کې مداخله کوي.

هغه داسي وايي،،د جنوب ختیځې آسیا د ملکونو غړي خوشاله دي چې د بشر د حقوقو د موضوع په باب خبري وکړي تر هغه پوري چې دغه موضوع د ځینو غړو ملکونو ګټو ته زیان پېښ نه کړي. خو کله چې د ډیموکراسۍ او د بشر د حقوقو مسله مطرح شي نو یوه خبره باید واضیح وویل شي هغه دا چي د جنوب ختیځې آسیا د سازمان ټول غړي هیوادونه دیموکراتیک نه دي.،،

د دغه سازمان د ۱۰ غړو ملکونو له جملې نه ویټنام او لویس د حکومتدارۍ یو داسي سیستم لري چې په کښي یو ګوند فعالیت کوي او د بشري حقوقو ډلې د برما نظامي واکمنۍ ته د نړۍ په کچه د ترټولو زیات دیکتاتوري حکومت په سترګه ګوري.

د بشر د حقوقو ډلې وايي چې په برما کې چې د میانمار په نامه هم مشهوره دی د تیرکال د انتخاباتو پر مهال د بشر د حقوقو مسله د جنوب ختیځې آسیا د سازمان د اجنډا سر ته راغله. د برما د حکومت ځیني انتقاد کونکي په دې آند دي چې حکومت هڅه وکړه چې رایې داسي ترتیب کړي چې اوسنی نظامي حکومت په قدرت کې پاته سي.

د بشر د حقوقو ډلو د جنوب ختیځې آسیا پر سازمان باندي نیوکه وکړه چې په دې برخه کې یې مداخله ونکړه او برما یې د دغه راز اقدام نه منع نه کړه.

د چارو کارپوه چچولپانګپون وايي چې که چیري اندونیزیا غواړي چې د ایشین سازمان د بشر د حقوقو په برخه کې جدي وي نو باید د خپل هغه اصول نه تیر شي چې دغه سازمان معرفی کړی او هغه د نورو هیوادونو په کورنیو مسلو کې نه لاس وهنه ده.

هغه داسي وايي،،زه فکر کوم چې ښايي اوس د دې وخت را رسیدلی وي چې پر یو لړ مجازاتو باندي فکر وشي چې تر هغه حده پوري جدیت ونلري چې غړي ملکونه د غړیتوب د امتیاز نه محرومه شي بلکې باید یو لړ جریمې موجودي وي چې د غړو ملکونو د سرغړونې په صورت کې پرې غور وشي.،،

د یادونې وړ ده چې د اندونیزیا د باندنیو چارو وزیر ناتالیګاوا وویل چې په برما کې د تیرکال وضعیت، د هغه ملک و دې ته وهڅاوه چې سږکال د اشین د سازمان تمرکز د بشر د حقوقو پر موضوع باندي زیات کړي.

XS
SM
MD
LG