د لاس رسي وړ اتصالات

اسلامي غونډه: زغم د افراطیت مخه نیولاې شي


اندونیزیا د نړۍ تر ټولو ستر اسلامي هیواد دی چې څو ځلې د اسلامي سخت دریځو له بریدونو سره مخامخ شوی دی.
اندونیزیا د نړۍ تر ټولو ستر اسلامي هیواد دی چې څو ځلې د اسلامي سخت دریځو له بریدونو سره مخامخ شوی دی.

د اندونیزیا مرستیال جمهور رئیس یوسف کالا له مسلمانانو غوښتي چې د افراطیت او سخت دریځۍ د کابو کولو لپاره چې د اسلامي لارښوونو د ناسم تفسیر نه سرچینه اخلي، د حوصله ناک او زغم لرونکي اسلام پیغام ترویج کړي.

ښاغلي کالا وایي د هغه په اند هغه ځوانان چې ټینگ باور نه لري تر ټولو زیات له سخت دریځو سره یوځای کیږي. هغه وایي دغه ځوانان " نه دا چې د ثروت او یا سیاسي انگیزې په خاطر بلکې جنت ته د رسیدلو د لنډې لارې په خاطر."

ښاغلي کالا د دوشنبې په ورځ د اندونیزیا په پایتخت جاگارتا کې د منځ پاله اسلامي مشرانو په نړیواله غونډه کې په دې هکله خبرې وکړې.

ددغې غونډې هدف چې د اندونیزیا ستر اسلامي سازمان - نهضت العلما – جوړه کړې وه د سوله ییز اسلام د پراخولو د اهمیت په ډاگه کول او د سخت دریځۍ پر ضد نړیواله مبارزه ده.

ددغې غونډې رئیس امام عزیز وویل چې نهضت العلما د ترهگرۍ او سخت دریځۍ پر ضد د منځلاري سوله ییز اسلام غښتلي کول غواړي. هغه په یو شمیر اسلامي هیوادونو کې ناامنۍ د سخت دریځۍ اصلي لامل وگاڼه او ویې ویل "تر هغه چې دغه لانجې حل نه شي، فراطیت به خپلې ودې ته دوام ورکړي."

فقر چې زیات شمیر اسلامي هیوادونه ورسره لاس او گریوان دي د منځ پاله اسلامي مشرانو ددې نړیوالې غونډې د بحث یوه بله موضوع ده. په دې غونډه کې چې د روانې میاشتې له اتمې څخه تر ١١ پورې دوام کوي، د نړۍ د ٢٥ هیوادونو څخه ۳۵ منځ پاله روحانیانو په کې گډون کړی دی.

اندونیزیا د نړۍ تر ټولو ستر اسلامي هیواد دی چې څو ځلې د اسلامي سخت دریځو له بریدونو سره مخامخ شوی دی. ددغو بریدونو تر ټولو وژونکې برید په ٢٠٠٢ کال کې د بالي په جزیره کې و چې ٢٠٢ تنه په کې ووژل شول. ددغې پیښې اکثر قربانیان بهرني سیالانیان وو.

XS
SM
MD
LG