د افغانستان په چارواکو کې د نړیوال تماس ډله (آي سي جي) د اذربایجان په باکو کې غونډه کوي.
د څه باندې ۹۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي د پنجشنبې په ورځ (جون۲۸) د آذربایجان په پلازمینه باکو کې راټولیږي چې د افغانستان د حالاتو په اړه وغږیږي.
دا غونډه به د دریو ورځو لپاره روانه وي. د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو مرستیاله وزیره الیس ویلس هم په دغه غونډه کې برخه اخلي.
د امنیتي حالاتو سربیره، د غونډې ګډونوال به د افغانستان د پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو په اړه هم خبرې وکړي. په غونډه کې د چین، جرمني او ځینو هېوادونو سربېره د اسلامي هېوادونو د نړیوال کنفرانس یو شمېر غړي هم برخه ولري.
سعودي او د اسلامي هېوادونو کنفرانس د وسله والو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د اختر د اوربند ننګه کړې وه او له دواړو خواو یې غوښتي وو چې جنګ بند او سوله وکړي.
تراوسه معلومه نه ده چې له افغانستان څخه څوک په دغې غونډې کې برخه اخلي. د نړیوال تماس ګروپ په ۲۰۰۹ کال کې جوړ شو چې د افغانستان د سولې، ثبات او نورو برخو کې نړیوالې مرستې همغاړې کړي.