د لاس رسي وړ اتصالات

د تماس نړیواله ډله په باکو کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي


د تماس نړیواله ډله د ۲۰۰۹ کال راهیسې د افغانستان د حالاتو د ارزولو لپاره په کال کې یو یا دوه ځله غونډې کوي.
د تماس نړیواله ډله د ۲۰۰۹ کال راهیسې د افغانستان د حالاتو د ارزولو لپاره په کال کې یو یا دوه ځله غونډې کوي.

د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکي وايي، نن د پنچشنبې په ورځ ( چنګاښ اومه)د اذربیجان په پایتخت باکو کې د افغانستان د سیاسي او امنیتي وضعیت د ارزولو لپاره د شاوخوا اتیاو هیوادونو او نړیوالو موسسو د استازو په ګډون د تماس د نړیوالې ډلې یو دوه ورځینی کنفرانس جوړیږي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په دې کنفرانس کې د افغانستان له اړخه د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي معین حکمت خلیل کرزي په مشرۍ یو افغان پلاوی، چې د سولې عالي شورا او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون استازي هم په کې برخه لري د اذربایجان پایتخت باکو ته تللي دي.

ښاغلي طاهري وویل، حکمت خلیل کرزی او د سولې د عالي شورا د دارلانشا رئیس محمد اکرام خپلواک به د غونډې ګډونوالو ته د افغانستان د سیاسي او امنیتي وضعیت او د وسله والو مخالفانو سره د افغان حکومت د سولې د بهیر په اړه معلومات ورکړي.

په دې پلاوي کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یو استازی هم برخه لري، چې ټاکل شوې غونډې ګډونوالو ته به د راروانو پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو په هکله معلومات ورکړي.

ښاغلي طاهري د سولې د بهیر په اړه د تماس نړیوالې ډلې ته د معلوماتو په هکله وویل " د سولې د هڅو په باب د افغانستان د دولت په ځانګړي ډول په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه د سولې د عالي شورا د کړنو په اړه به معلومات وړاندې شي".

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سره د پرله پسې اړیکو سره سره د دغه وزارت ویاند د باکو د تماس د نړیوالې ډلې د نننۍ غونډې په باب معلومات ور نکړل.

د دغه وزارت ویاند وویل په دې اړه معلومات نه لري او چې کله یې معلومات ترلاسه کړل د رسنیو سره به یې شریک کړي.

د تماس نړیواله ډله په هرو دریو او یاشپږ میاشتو کې د افغانستان د حالاتو د ارزولو لپاره غونډې کوي.

دا ځل اذربایجان د افغانستان سره یوځای د دې غونډې کوربه دی.

په دې ناستو کې د یو شمیر هیوادونو او نړیوالو موسسو لوړپوړې چارواکي او یا هم افغانستان لپاره د دغو هیوادونو ځانګړي استازي برخه اخلي.

د تماس نړیواله ډله په ۲۰۰۹ میلادي کال کې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګیدو په برخه کې د هیوادونو ترمنځ د همکاریو د همغږي کیدو لپاره جوړه شوې ده.

XS
SM
MD
LG