د لاس رسي وړ اتصالات

کیم جونگ ینگ د انترپول مشر شو


په متحدو عربي اماراتو کې د انترپول کلنئ ناسته
په متحدو عربي اماراتو کې د انترپول کلنئ ناسته

د جنوبي کوریا کیم جونگ ینگ د انترپول یا د نړیوالو پولیسو د ادارې د مشر په توگه وټاکل شو.

کیم د روسیې د کورنیو چارو وزارت پخواني جگپوړي جنرال ته ماتې ورکړه چې امریکا، بریتانیه او نورو اروپایي هیوادونو یې د ټاکل کیدو کلک مخالف وو.

کیم جونگ یانگ نن چهارشنبې په دوبۍ کې د انترپول په عمومي غونډه کې د رایو په اکثریت د انترپول یا د نریوال پولیسو د مشر په توگه د دوو کلونو لپاره وټاکل شو.

د انترپول نوي مشر کیم جونگ یانگ په خپلو خبرو کې وویل:

"زه پوهیږم چې دا څو کلونه زمونږ د ادارې د راتلونکې لپاره ډیر مهم کلونه دي. زه یو ځل بیا تاسو ته ډاډ درکوم چې زه به خپل ټول وس وکړم چې د توقع په اساس کار وکړم. راځئ چې په گډه د یوې خوندي نړۍ د جوړولو هدف ته ورسیږو."

د انترپول د نوي مشر لپاره د رایې کارول داسې مهال وشوه چې د کریملین منتقدینو او لویدیځو قانون جوړونکو اندیښنه درلوده چې روسی پولیس الکساندر پروکوپچوک چې دا مهال د انټرپول مرستیال دی، ښایې دغه پُسټ ته انتخاب شي. د یوه روسي لخوا د دې ادارې د مشرۍ د نظریې مخالفانو ویل چې مسکو له دې ادارې څخه د خپلو سیاسي دښمنانو د تعقیب لپاره کار اخلي. د دې نظریې یوه بیلگه تبعید شوی روسی سوداگر بل برودر دی چې شپږ ځلې روسیې یې انترپول ته د نیولو درخواست کړی خو انترپول له پامه غورځولی.

د ایرمتیج کپیتل د شرکت مشر بل برودر وايي:

" که چېرې د دوی یو کس د انترپول مشر شوای وای دا به د پوتین لپاره ډیره ښه لاره وه چې د خپلو دښمنانو په زړه نور هم ویره واچوي او خلک په دې سر خلاص کړي چې له روسیې څخه د تیښتې بله لاره نلري. د انترپول اساسي قانون ډیر دقیق مقررات لري چې هرهغه هیواد د دې سیستم د کارولو منع کوي چې تلپاتې سو استفاده کوونکي دي."

ښاغلی برودر په روسیې کې د پانگونې صندوق د مشر په توگه 230 میلیونه مالیاتي فساد افشا کړ چې د روسیې جگپوړو چارواکو کړی وه.

د برودر تحقیقاتي وکیل سرگي مگنتځکي په 2009 کې ونیول شو او د پولیس په بند کې د وهلو ډبولو په نتیجه کې مړ شو. د روسیې محکمې وروسته بیا مگنتځکي او برودر په غیاب کې د پیسو په غلا تورن کړل. اوس روسي څارنوالان ادعا کوي چې برودر د مگنتځکي په وژلو کې لاس درلود او له انترپول څخه یې د نیولو غوښتنه کړې ده.

د روسي عمومي څارنوال ویاند میخائیل الکساندروف وايي:

"دا فرضیه ډیر امکان لري چې ریښتیا وي ځکه مگنتځکي هغه مهال برودر ته ډیر نږدې کس و چې هغه جرمونه کول."

برودر وایي د درواغو دا تورونه د انترپول څخه د روسیې د سواستفادې د بندیدو اړتیا په گوته کوي.

د انترپول نوی مشر وټاکل شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

انترپول په کرملین باندې هغو تورونو ته ځواب ندی ورکړی چې وایي د دغې ادارې د سیستم څخه ناوړه ګټه اخیستل شوې ده.

انټرپول یا د نړیوالو پولیسو اداره ۹۵ کاله مخکې تاسیس شوه او د فرانسې په لیون ښار کې موقعیت لري. د کېم تر ټاکل کېدو وروسته د روسیې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې پروکوپچوک به له دې وروسته هم د دغې ادارې د مرستیال په توګه خپله دنده پر مخ یوسي.

XS
SM
MD
LG