د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: د افغانستان د راتلونکې په هکله د پرویز مشرف څرگندونې بې ځایه دي


د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځی استاد نصرالله ستانکزی
د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځی استاد نصرالله ستانکزی

د افغانستان پخواني جمهوررئیس حامد کرزي، د ښاغلي مشرف دا خبره رد کړیده چې په افغانستان کی به د هند او پاکستان رقابتي جگړه پیل شي.

ښاغلي کرزي ويلي دي افغانستان او هند هیڅکله داسې یو حالت زغملی نه شي.

متقاعد جنرال پرویز مشرف د فرانس پرس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي دي چې په افغانستان کې د هند نفوذ، پاکستان او سیمې ته خطرناک دی.

دی وايي که هند په افغانستان کی د اقلیتونو، نه د پاکستان په ضد کار واخلي، نو پاکستان به په افغانستان کې د اکثریت قوم، پښتنو ننگه وکړي، او د هند او پاکستان رقابتي جنگ به پیل شي.

خو د کابل د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی وايي پښتانه په دې ډیرښه پوهیږي چې په پاکستان کې د چا د لاسه ډیر کړیدلي دي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:11 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG