د لاس رسي وړ اتصالات

وکیل احمد متوکل: د پاریس د کنفرانس د سولې خبرې نه بلکه مشورتي خبرې اترې دي


AFP وکیل احمد متوکل
AFP وکیل احمد متوکل

د طالبانو د بهرنیو چارو پخوانی وزیر وکیل احمد متوکل وایي د پاریس کنفرانس د سولې خبرې نه بلکه مشورتي خبرې اترې دي او بې فایدې ځکه نه دي چې ټول خپل نظریات مخامخ وایي او کیدی شي چې بالاخره د سولې خبرو ته چې یو ضرورت دی لاره اواره کړي.


د طالبانو د بهرنیو چارو پخوانی وزیر وکیل احمد متوکل وایي د پاریس کنفرانس د سولې خبرې نه بلکه مشورتي خبرې اترې دي او بې فایدې ځکه نه دي چې ټول خپل نظریات مخامخ وایي او کیدی شي چې بالاخره د سولې خبرو ته چې یو ضرورت دی لاره اواره کړي .
ښاغلی متوکل وایي د سولې په خبرو کې به یوه مشکله مسله په افغانستان کې د امریکایانو موجودیت او بله به د آینده نظام نوعیت وي، مگر که ټولې خواووې په خپلو وعدو ودریږي، نو د دغو سختو مسلو حل هم ناممکنه نه دی.



please wait

No media source currently available

0:00 0:10:17 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG