د لاس رسي وړ اتصالات

د آیفون ۷پلس تیلیفونونه بازار ته له وتو مخکې خرڅ شول


په توکیو کې د اپل شرکت پلورنځی
په توکیو کې د اپل شرکت پلورنځی

د اپل شرکت د چارشنبې په ورځ وویل چې د آیفون ۷ پلس تیلیفونونو تولید شوې لومړۍ جوپه په آنلاین بڼې د نړۍ په کچه لاوختي خرڅ شویدي. دغه راز تور رنګه لرونکی آیفون ۷ هم ډیر خرڅ شوی دی.

هغه مشتریان چې غواړي د جمعې په ورځ د اپل نماینده ګیو ته ورشي وبه نشي کړای چې ایفون ۷ پلس ترلاسه کړي. خو کولی شي په آنلاین بڼې فرمایش ورکړي.

Apple Event
Apple Event

د اپل شرکت ویاندې ترودي میولر په یوې اعلامیه کې ویلي مونږ د خپلو مشتریانو د حوصله مندۍ درناوی کوو او هڅه کوو چې څومره ژر چې امکان لري نوي آیفونونه ورته چمتو کړو.

د اپل شرکت د روانې میاشتې په سر کې د نویو آیفونونو ډولونه اعلان کړل. نوي آیفونونه ښې کمرې او بې سیم غوږۍ لري.

د معمول خلاف، اپل نه غواړي چې په اوله هفته کې د آیفون ۷ او ۷ پلس د خرڅلاو شمیرې اعلان کړي او وايي چې دغه شمیر تر ډیره د تقاضا په پرتله تولید منعکسوي.

د اپل دغې پریکړې په وال ستریت کې د ځینو ترمنځ اندېښنې راوپارولې چېرې چې ډیر ویره لري چې د اپل شرکت د مهم تولید آیفون خرڅلاو ښايي مخ په کمیدو وي. خو د بې سیم خدماتو وړاندې کوونکي امریکایي شرکتونو سپرنت او ټي موبایل د چارشنبې په ورځ وویل دوی د آیفون ۷ لپاره ډیر فرمایشونه ترلاسه کړي او د وال ستریت د اسهامو په بازار کې یې د دغه شرکت سهم لوړ کړی.

د آیفون ۵ اعشاریه ۵ انچه ماډل تلیفون چې په پلس باندې مشهور دی په ۲۰۱۴ کال کې یعنې له هغه وخت څخه چې اپل د آیفون ۶ سره معرفي کړ په چټکۍ سره خرڅ شو. د نويو آیفونونو د ډیر خرڅلاو یو علت دادی چې د هغو کسانو له خوا ډیر اخیستل کیږي چې غواړي خپل نوي آیفونونه نوروته وښيي.

XS
SM
MD
LG