د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران ۱۰۰ میلیارده کنګل شوي ډالر پرېښودل شول


په ۲۰۱۲ کال نړیوالو پر ایران کلک بندیزونه ولګول او ملیاردونه ډالره یې کنګل شول.
په ۲۰۱۲ کال نړیوالو پر ایران کلک بندیزونه ولګول او ملیاردونه ډالره یې کنګل شول.


په ایران کې چارواکي وايي د اتومي تړون له پلې کېدو وروسته د دوی تر ۱۰۰ میلیارده ډالرو زیاته سرمایه بېرته ترلاسه کړې ده.

د ایران د حکومت ویاند محمد باقر نوبخت وايي چې دا پېسې تر ډېره د چین، هند، جاپان، جنوبي کوریا او ترکیې په بانګونو کې بندې شوې وې.

امریکا او لویدیځو هېوادونو په ۲۰۱۲ کال کې پر ایران د اتومي پروګرام له کبله نړیوال بندیزونه لا زیات او کلک کړل چې په لړ کې د ایران ملیاردونه ډالره کنګل شول.

د ښاغلي نوبخت دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د ایران د دولتي تلویزون "پرس" پر وېیپاڼې خپرې شوې دي. ښاغلي نوبخت ویلي دي " دا ۱۰۰ میلیارده ډالره پوره پرېښودل شوې او موږ یې اوس ترلاسه کولی شو."

نوموړي ویلي ډېرې دغه پېسې د ایران د مرکزي بانک او ملي پراختیايي صندوق دي، هغه وايي ایران به دا ټولې پېسې بېرته نه انتقالوي بلکې توکې به پرې راونیسی.

ایران هیله مند دی چې د تړون له پلې کېدو وروسته به نړیوال بازار ته لاسرسی پېدا کړي او خپل تيل په ازاد ډول وپلوري.

د ایران د سوداګرۍ د خونو مشر محسن جلالپور ویلي چې یو شمېر ایرانی سوداګرو وار د مخه په نورو هېوادونو کې د پېسو د انتقال را انتقال لپاره بانکي حسابونه پرانیستي دي.

په همدې حال کې د ایران نیمه دولتي اژانس "ایسنا" د ایران د مرکزي بانک د یو چارواکي ناصر حکیمي له خولې ویلي چې د ایران نهه بانکونه د سویفټ له شبکې سره بېرته وتړل شول، سویفټ چې اصلي مرکز یې په بلجیم کې دی د نړیوالو بنسټونو ترمنځ د پېسو لېږد رالېږد کوي.

له هغه وروسته چې ملګرو ملتونه تاید کړه چې ایران د خپل اتومي پروګرام د غني کولو فعالیتونه بند کړي، پر تهران د نړیوالو بندیزونو د لېرې کولو شوی تړون پلی شو.

تېر کال د تهران او نړۍ د شبکو ځواکونو ترمنځ د ایران د اتومي پروګرام په اړه تړون وشو چې په نړیواله کچه وستایل شو، اوس پلی شوی دی.

XS
SM
MD
LG