د لاس رسي وړ اتصالات

ایران دوه جنګي کښتۍ جوړوي


ایران دوه جنګي کښتۍ جوړوي
ایران دوه جنګي کښتۍ جوړوي

ایران نن د دوشبنې په ورځ اعلان وکړ چې د دوه ډوله داسې جنګي کښتیو د جوړولو کار یې پیل کړیدي چې په توغندیو باندې به سنبالې وي او زیات سرعت به ولري.

د دې اعلان نه یوه ورځ مخکې ایران هغه بې پیلوټه الوتکې هم په خلکو ته وښودلې چې په ایران کې دننه جوړې شویدي او د بمونو د لیږدولو قابلیت لري.

د ایران د دفاع وزیر احمد واحدي ویلي دي چې په جنګي کښتیو کې یوه یې (سراج یو) نومیږي چې په خرابې هوا کې هم حرکت کولی شي او بله یې د (زولفقار) نومیږي چې د دښمن د کښتیو د ویشتلو لپاره به د (نصر) په نامه توغندي هم پکې نصب شي.

د ایران جمهور رییس محمود احمدي نژاد پرون د سه شنبې په ورځ هغه بې پیلوټه الوتکې په ډاګه کړې چې پخپله دننه په ایران کې جوړې شویدي، او وې ویلي یې ؤ چې پدې الوتکو سره د ایران دښمنان وژل کیږي.

ایران په تیرو څو اونیو کې خپل پوځي تجهیزات پدې خاطر په ډاګه کوي چې د ځان د دفاع کولو توانایي خلکو ته وښیي.

په عین حال کې ایران تیره اونۍ د (قایم یو) په نامه د یوه توغندي ازمایښت وکړ چې د ځمکې نه ځمکې ته هدف ویشتلی شي.

XS
SM
MD
LG