د لاس رسي وړ اتصالات

ایران پر جمهور رئیس احمدي نژاد باندې بمي حمله ردوي


د ایران دولتي مطبوعات وايي چې په جمهور رئیس محمود احمدی نژاد باندې د لاسي بم کومه حمله نه ده.

خو د ایرانی محافظه کارانو یوې ویب پاڼې، خبر آنلاین، راپور ورکړ چې احمدي نژاد په دغه حمله کې روغ رمټ بچ شوی دی.

نن په داسې حال کې چې جمهور رئیس احمدي نژاد د موټرو په یوه کاروان کې د ایران په لویدیځ کې د همدان په لورې د حرکت په حال کې وشوه.

نن د رویټرز خبري اژانس او د العربیه تلویزون هم ددغې حملې په باب د جمهور رئیس په دفتر کې د یوې سرچینې له قوله راپور ورکړی دی.

مگر د ایران دولتي تلویزیون پریس ټي وي وايي چې داسی کومه حمله نه ده شوې.

د پارس خبري اژانس وویل چې اصلا حمله نه وه شوې بلکه د جمهور رئیس احمدي نژاد د هرکلی په خاطر اتش بازي شوې وه چې د همدان پولیسو یو سړی ونیوه.

د ایران دولتي مطبوعاتو وویل چې دا همدان ته د احمدي نژاد دریم سفر و چې ویې کړ او مقصد یې دادی چې د سیمې د خلکو د اړتیاو د پوره کولو لپاره یو لړ پروژې هلته پرانیزي.

بل پلو، د امریکا د حکومت یوه لوړ رتبه دیپلومات نن د جاپان نه وغوښتل چې د اروپايي اتحاد په نقش قدم دې عمل وکړي او د ایران په خلاف باید یو لړ نور سخت بندیزونه هم ولگوي.

د جاپان حکومت د ایران پر خلاف پرون د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړې په رڼا کی بندیزونه ولگول.

د اتومی وسلو د نه خپریدلو د چارو لپاره د امریکا د خارجه وزارت خاص مشاور رابرټ اېنهوړن د جاپان مطبوعاتو ته نن وویل چې د جاپان حکومتي مقامات باید هغه سخت اقدامات داېران په خلاف وکړی کوم چه اروپاېې اتحاد کړي دي.

هغه وویل چې اضافي بندیزونه به د جاپان اقتصاد ته ضربه ونه رسوي او نه به یې د ایران نه د تیلو واردول بند شي.

د جاپان حکومت نن اعلان وکړ چې د ایران د هغو څلویښتو ادارو او ځینو افرادو پیسې یې قید کړي دي چې یا د ایران د اتومي وسلو د جوړولو د پروگرام سره تړلي دي او یا دا چې ددغه هیواد د توغندو په جوړولو باندې کار کوي.

جاپان وویل چې د ایران په خلاف به یو لړ نور تادیبي اقدامات زر اعلان کړي.

تیره میاشت اروپايي اتحاد د ایران د خارجي تجارت، بانکي ادارو او د انرژئ د ډیر گټور سکتور په خلاف یو لړ جامع او سخت بندیزونه اعلان کړل.

XS
SM
MD
LG