د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د زاهدان د حملو پړه په لویدیځو هیوادنو اچوي


ایراني چارواکي په امریکا او نورو لویدځو ملکونو باندي د ځان مرگو د هغو دوو چاودنو ملامتي اچوي چی ٢٧ کسه یې ووژل او تقریبا ٢٧٠ تنه یې زخمیان کړل، که څه هم چی د امریکا مشرانو دا حملې غندلي دي.

د ایران دولتي تلویزیون او رادیو پرون د جمعې په ورځ د هغه ملک د څو ملي مشرانو له خوا ددغو چاودنو ملامتي چی د پنجشنبې په ورځ د ایران په جنوب ختیځ کي د شیعه گانو په یوه مسجد کي وشوې په امریکا باندي واچوله.

د جندالله په نامه د سني مسلمانانو یوې ډلي پرون ادعا وکړه چی دا حملې یې کړي دي. تهران امریکا په دې غندلې چی په دغه دسیسه کي یې د جندالله ملاتړ کړیدی چی د ایران حکومت بې ثباته کړي.

امریکا د جندالله د ډلي سره ملاتړ رد کړی دی. د امریکا جمهوررئیس براک اوباما او د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلینټن دا حملې وغندلې او ویې ویل چی مسئولو کسانو ته باید سزا ورکړه سي.

وروستی خبر وایي چې نن د ایران په جنوب ختیځ کې په لس ګونه زره خلک د وژل شویو کسانو د جنازو اخیستلو پر وخت لارو کوڅو ته راوتلي وو.

د ایران د فارس خبري اژانس د زاهدان د پولیسو د قوماندان د مرستیال احمد رضا رضان له قوله وایي چې د دغو چاودنو په اړه یې 40 کسه نیولي دي.

XS
SM
MD
LG