په کویټ کې چارواکي وایي چې په خپله خاوره کې یې د ایران فرهنګي ماموریت بند کړ او د دغه ماموریت ټول دفترونه یې وتړل.
د کویټ دولتي اژانس کونا وايي چې کويټ ایران ته دا خبره هم کړې چې باید خپل ډیپلوماتان له ۱۹ څخه څلورو ته راکم کړي.
د کویټ چارواکي وايي په ۲۰۱۵ کال کې یې د مشکوکو ترهګرو یوه ډله ونیوله چې وروسته معلومه شوه دغې ډلې له ایران او حزب الله سره نژدې روابط لرل.
ظاهرآ د ایران د فرهنګي مرکزونو د تړلو علت له ایران او حزب الله سره د دغې شبکې اړیکو درلودل ښودل کیږي.
د کويټ سترې محکمې تېره میاشت د دغې ډلې مشر په ابدي زندان محکوم کړ، محکمې د دغې شبکې نورو غړو ته هم د بند بېلابېلې سزاوې وټاکلې.
د کونا خبري اژانس وايي چې کویټ له خپلو تازه پرېکړو د ایران سفیر خبر کړی دی، خو لا ایراني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د کویټ دغه اقدام د عربي هېوادونو سره د ایران روانه کشاله نوره هم پېچلې کولې شي.