د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران پلاوی سعودي ته رسېدلی چې سفارتي چارې پرانیزي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

ایراني چارواکي وايي یو پلاوی یې نن چهارشنبه اپریل ۱۲ (وري۲۳) ریاض ته رسېدلی چې په دغه هېواد کې د دپلوماتیک ماموریت بیا پیلولو ته لاره پرانیزي.

تر دې یوه ورځ مخکې د سعودي عربستان یو پلاوي په همدې هدف تهران ته سفر کړی و.

د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ شاوخوا اووه کاله دپلوماتیکي اړیکې پرې وې، خو څه موده مخکې د چین په منځګړتوب یې د اړیکو د بیا پیلولو تړون لاسلیک کړ او د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ژمنه وکړه چې په سیمه کې به د سولې او ثبات راوستلو لپاره کار کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني وویل: «د دپلوماتيکو فعالیتونو د بیا پیلولو لپاره د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د تړون په اساس، د ایران تخنیکي پلاوی د چهارشنبې په غرمه ریاض ته رسېدلی او د سعودي چارواکو یې هرکلی کړی دی.»

نوموړي په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «ایراني پلاوی به په ریاض کې د سفارت او په جده کې د کونسلګرۍ او د اسلامي همکاریو په کنفرانس کې د ایران د دایمي استازیتوب د بیا پیل په اړه لازم ګامونه اخلي.»

ایراني مقامات وايي چې ولسمشر یې ابراهیم رئیسي هم سعودي عربستان ته بلل شوی دی، دا به په ۱۹۹۹ کال کې د محمد خاتمي له سفر راپدیخوا، سعودي عربستان ته د ایران د کوم ولسمشر دا ډول لومړی سفر وي.

ریاض په ۲۰۱۶ کال کې له تهران سره تر هغه وروسته روابط وشلول او هلته یې دپلوماتیک ماموریت وځنډوه، چې ایراني مظاهره کوونکو د سعودي له لوري د ورانکارۍ په تور د یو شیعه عالم نمرالنمر د اعدام د غندنې په مظاهرو کې د سعودي په سفارت او کونسلګرۍ بریدونه وکړل.

د سعودي عربستان رسمي اژانس وايي چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تېره اوونۍ په چین کې ملاقات وکړ او د سعودي تخنیکي پلاوي په تهران کې د ایران د پروتوګول له مشر سره ولیدل.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني وویل چې د سعودي پلاوی د شنبې په ورځ تهران ته رسېدلی او د سه پنجشنبې په ورځ به مشهد ته ځي.

XS
SM
MD
LG