د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ایراني اعتراض کوونکو ته: هیر به نشئ


د ایران په اعتراضونو کې تر اوسه ٢١ کسان وژل شوي دي
د ایران په اعتراضونو کې تر اوسه ٢١ کسان وژل شوي دي

د امریکا متحده ایالاتو ژمنه کړې چې په ایران د اعتراض کوونکو ملاتړ وکړي او په عین وخت کې یې د تهران د حکومت له لورې د اعتراض کوونکو ځپل غندلي دي.

د ایران د پراخو اعتراضونو اتمه ورځ ده چې تر اوسه په کې ٢١ مظاهره کوونکي وژل شوي دي او له ١٠٠٠ زیات نور امنیتي مقاماتو نیولي دي.

د سپینې ماڼۍ یو مقام ویلي دي چې متحده ایالات د اعتراض کوونکو د ځپلو په هکله د معلوماتو د ترلاسه کولو هڅه کوي او کوښښ کوي چې پر هغو کسانو تازه بندیزونه ولگوي چې د اعتراض کوونکو د سرکوبۍ مسؤل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي دي چې د ایران د اعتراض کوونکو د ځپلو په اړه به "چپ پاته نشي". د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې د هغو کسانو سره به حساب کتاب وکړي چې د اعتراض کوونکو سره یې تاوتریخوالی کړی، په سانسور کې شریک دي او یا د ایران له خلکو نه غلاوی کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه اعتراض کوونکو ته په خطاب کې وایي د ایران د رژیم ضد قربانیانو "تاسې به هیر نشئ".

نوي بندیزونه

په دې ترڅ کې متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ پر پنځو شرکتونو نوي بندیزونه ولگول چې د ایران د بالستیک توغندیو د پروگرام سره ارتباط لري، خو دغه بندیزونه د اعتراض کوونکو سره کومه اړیکه نه لري.

د امریکا د عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې "بندیزونو هغه شخصیتونه په نښه کړي چې د ایران د بالستیک میزایلو په پروگرام کې دخیل دي او د ایران رژیم د ایران د خلکو د اقتصادي ښیگڼې پر ځای یې د بالستیک میزایلو پروگرام ته لومړیتوب ورکړی دی".

په عین وخت کې په ملگرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي د ایران د حالاتو په اړه د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې ده. خو روسیې او د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا نورو دایمي غړو د امریکا پر غوښتنه انتقاد کړی او ویلي یېې دي چې په ایران کې اعتراضونه د هغه هیواد داخلي موضوع ده او د نړیوال امنیت او سولې سره اړیکه نه لري.

XS
SM
MD
LG