د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د القاعدې سره د اړیکو تور رد کړ


ایران وایي چې دغه یو دروغ او بی بنیاده الزام دی او هغوي د القاعدې سره هیڅ ډول اړیکې نه لري

د ایران د بهرنو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسم هغه تورونه ردکړیدي چې گوندې ایران د القاعدې د ترهگرې ډلې سره اړیکې لري او وایي چې د امریکا استخباراتي ادارې پرې بی اساسه تور لگولی دی.

د ایران چارواکي وایي چې دغه د امریکا د استخباراتي ادارې سي آی اې د یولسمم سپتمبر د ریکارټ د خرابولو یوه بې شرمه کوښښ دی.

د ایران د بهرنو چارو د وزارت ویاند دغه وینا د هغې نه وروسته کړیده چې سي آی اې د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې د اسامه بن لادن د وژلو نه وورسته د هغه د کور نه ځینې ترلاسه کړي اسناد خپاره کړل. اسامه په ٢٠١١ کال کې وژل شوی و.

هغه اسناد چې د امریکا استخباراتي ادرې سي آی اې خپاره کړیدي په هغې کې یو نولس پاڼې رپورټ چې په عربۍ کې لیکل شوي دي، هم و. په دغه کې د القاعدی او ایران د اړیکو د تاریخ په هکله لیکل شوي دي.

په دغه کې لیکل شویدي چې ایران به د هر هغه چا سره مرسته کوي چې څوک د نړۍ په هر گوټ کې امریکایان په نښه کوي او دا چې د ایران نوم باید پټ وساتل شي.

ایران وایي چې دغه یو دروغ او بی بنیاده الزام دی او هغوي د القاعدې سره هیڅ ډول اړیکې نه لري.

XS
SM
MD
LG