د لاس رسي وړ اتصالات

پنټاګون: ایراني الوتکو زمونږ پر بې پیلوټه الوتکې برید کړی


آرشیف
آرشیف
پنټاگان د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ایران جنگي الوتکو د فارس په خلیج کې د نړیوالو اوبو د پاسه د امریکا په بې پیلوټه الوتکه باندې چې وسلې پکې نه وې ډزې کړي .

ایران نن د جمعې په ورځ ژمنه وکړه چې د هرهغې الوتکې مقابله به وکړي چې ددغه هیواد قلمرو ته داخل شي.


دایران د سپاه انقلاب جنرال مسعود جزایري پخپله تبصره کې دغه پیښه په څرگنده توگه تائید نکړه. ده دا تبصره په هغه مرکې کې وکړه چې دفارس خبري آژانس سره يي نن د جمعې په ورځ کړې وه. خو نوموړي وویل چې ایران به د هر هغې حملې قاطع ځواب ورکړي چې ددغه هیواد په ځمکنی، هوايي او سمندری قلمرو باندې وشي.

د پنټاگان نطاق جورج لیټل پرون د پنجشنبی په ورځ وویل چې دغه بې پیلوټه الوتکه د ایران له اوبو نه بهر خپل عادي اکتشافی پرواز کاوه چې د ایران نظامي الوتکې ورباندې برید وکړ خو ځیني بچ شوه.
XS
SM
MD
LG