د لاس رسي وړ اتصالات

ایران:د مصر مشر انتخاباټ ټاکي نه کوڅو ته راوتل


د ایران د باندنیو چارو وزارت د مصر د پوځ له خوا ددغه هېواد د ولسمشر د راپرځولو د اقدام وروسته خپل دریځ څرګند کړی او د مصر د پوځ اقدام یی مناسب اقدام ندی بللی .

د ایران د ایرنا رسمي خبري آژانس د ایران د باندنیو چارو د وزارت د ویاند عباس عراغچي څخه نقل قول کړی دی چې وايي د مرسي پلویان دي ،، خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکړي چې هغه بیرته قدرت ته ورسوي ځکه انتخابات باید دا پریکړه وکړي چې څوک دي د مصر ولسمشر شي نه لارو کوڅو ته راوتل.،،

نوموړي زیاته کړه چې اسلام پاله او انقلابیان دي کم حوصلې کېږي نه ځکه د عرب په پسرلي پسي دوبی او سوړ ژمی هم راروان دی.

په داسي حال کې چې ښاغلي عراغچي د کودتاه د کلمې څخه کار وانخیستی خو د پنجشنبې په ورځ د ایران د پارلمان یو جګپوړي غړي علاوالدین بروجردي د مرسي او د هغه د پلویانو په څیر د کودتاه د کلمې څخه کار واخیستی.

دغه راز د یکشنبې په ورځ هم ولسمشر احمدي نژاد داسي اشاره ورکړه چې ګوني په مصر کې به خپل مینځي اختلافات د اسرایلو په ګټه وي. احمدي نژاد مصریانو ته وویل چې ،،تاسو په خپل مینځ کې یو بل سره وهی. خپل د رېښتیني دښمن سره مواظب اوسیْ.،،


ښاغلي مرسي واک ته د رسیدو سره سم د ایران سره د درو لسیزو ډيپلوماتیکي لریوالی له منیځه یوړی. دغه لیري والی د پخوانی شاه پر ضد د انقلاب نه وروسته هغه مهال پيل شو چې مصر پخواني ایراني شاه ته پناه ورکړه. د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې وروسته له هغه نه نورې هم پسي خرابې شوې چې مصر د اسرایلو سره د سولې معاهده لاس لیک کړه.
XS
SM
MD
LG