د لاس رسي وړ اتصالات

کارپوهان: اوسني انتخابات به د ایران راتلونکی مسیر وټاکي


په ایران کې د شنبې د ورځې د پارلماني انتخاباتولومړني نتایج ښیي چې دغه هیواد به یوه نوي دور ته داخل شي. اصلاح غوښتونکي او میانه روه محافظه کاران ، د دغه هیواد جمهور ریئس حسن روحاني ته موقع برابروي چي د جمهور ریئس په توګه خپلې دندې ته ادامه ورکړي.

اصلاح غوښتونکي کوښښ کوي چې د نړۍ سره خپلې اړیکې ښې کړي خو سخت دریځان چې د زیاتې مودې راهیسې په پارلمان کې اکثریت لري ، د غربي ارزښتونو سره کلک مخالفت لري.

د ایران د جنجالي اټمي پروګرام په اړه د نړیوالي ټولنې سره د تهران د موافقې نه وروسته دا په هغه هیواد کې لومړني انتخابات دي چې کیږي. کارپوهان وایي دغه انتخابات د ایران راتلونکې مسیر ټاکي.

په دغو انتخاباتوکې د رای ورکونکو شمیر دومره زیات ووچې په ځینو ځایونو کې حتی د شپږو اضافي ساعتونو لپاره د رایو مرکزونه خلاص وو.

شاوخوا ۵۵ میلیونه ایرانیانو په انتخاباتو کې د برخې اخیستلو دپاره نومونه راجستر کړي وو. رای ورکونکي ددغه هیواد د ۲۹۰ کسیز پارلمان دپاره غړي ټاکي چې اوس مهال په کښي محافظه کاران ډیر نفوذ لري. دغه راز رای ورکونکي د متخصیصینو د شورا غړو ته هم رایې ورکوي چې ۸۸ غړي لري او د انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي.

د متخصیصینو شورا د ایران د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامینه يي کارونه څاري او سبمالوي. د ایران سترې پریکړې په خاصه توګه ددغه هیواد د بهرني سیاست په هکله پریکړې د خامینه يي په مشورې ترسره کيږي.

سره له دې چې ایرانیان نن د شنبې په ورځ په پارلماني انتخاباتو کې برخه اخلي خو د پارلماني انتخاباتو نتایج د جمهور ریْس حسن روحاني د پالیسوو په طرفدارۍ تعبییریدای شي که چیري میانه روه او اصلاح غوښتونکي د محافظه کارانو په پرتله ‌ډیرې رایې وګټي.

د یادونې وړ ده چې د ایران د جمهوري ریاست انتخابات راتلونکی کال ترسره کیږي. ویل کیږي چې حسن روحاني به بیا انتخاباتو ته ودریږي. هغه د نړۍ سره د اټمي موافقې مسله خپل د اوسنۍ دورې یو کلیدي هدف ګڼي چې ترلاسه یې کړ او د نړۍ سره یې د ډیرو مزاکراتو وروسته اټمي موفقه لاس لیک کړه.

XS
SM
MD
LG