د لاس رسي وړ اتصالات

ایران دیرش تنه جاسوسان نیولي دي


ایران دیرش تنه جاسوسان نیولي دي
ایران دیرش تنه جاسوسان نیولي دي

ایران وایي چي دیرش کسه یې نیولي او د جاسوسانو هغه شبکه یې ماته کړې ده چي هغه وایي د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې یا سي آي اې سره یې اړیکي درلودې.

د ایران د استخباراتو وزارت نن د شنبې په ورځ په دولتي تلویزیون کي په یوه بیانه کي دا اعلان وکړ.

دغه وزارت وویل چي د جاسوسۍ دغه شبکه په څو ملکونو کي د سي آي اې له خوا تاسیس شوې ده او ویې ویل چي د سي آي اې د استخباراتو ټول ۴٢ صاحب منصبان پیژندل شوي دي. هغه وایي چي په دې شبکه کي په مالیزیا، ترکیه او متحده عربي اماراتو کي د امریکا د سفارتونو او قونسلګریو مامورین شامل دي.

په بیانیه کي دا هم ویل شوي دي چي دغي شبکې دا کوشش کاوه چي هغه ایرانیان په کار وگماري چي په کارونو پسې ګرځي. ایران وایي چی دغو ملکي خلکو ته دا وعده ورکړه شوې وه چي د همکاریو په بدل کي به کارونه ورکړه شي او د زده کړي او تحصیل چانس به هم ورکړه سي.

XS
SM
MD
LG