د لاس رسي وړ اتصالات

اروپایي ټولنې د ایران سره د خبرو وړاندیز منلی دی


اروپایي ټولنې د ایران سره د خبرو وړاندیز منلی دی
اروپایي ټولنې د ایران سره د خبرو وړاندیز منلی دی

د اروپایی اتحاد لوړ رتبه دیپلوماتي ( کاترین ایشټن ) دایران هغه وړاندیز یې قبول کړی چي غوښتي یې دي د ډیسیمبر د میاشتي په پنځمه دي یوه غونډه جوړه شي او د هغه هیواد په ذروي پروګرام باندي دي خبري وشي.

خو میرمن آشتن د ایران دا غوښتنه یې رد کړې چي ویلي یې دي دا غونډه دي د ترکیې په استانبول کي جوړه شي.

د اروپایی اتحاد د بهرنۍ پالیسۍ د رئیسي ( کاترین ایشټن ) دفتر ویلي دي چي هغې دا نېټه منظور کړې ده. مګر اروپایی اتحاد غواړي چي دا غونډه دي د ترکیې پر ځای چي په دې وروستیو وختو کي یې د ایران سره روابط په خاصه توګه تقویه کړي دي، په اتریش یا سویس زرلینډ کي وشي.

که دا غونډه جوړه سي، نو دا به په څه د پاسه یوه کال کي لومړی ځل وي چي ایران دې ته حاضریږي چي په ذروي پروګرام باندي یې خبري وسي.

XS
SM
MD
LG