ایراني مطبوعاتو نن راپور ورکړ چې ددغه هیواد د چاه بهار په جنوبي ښار کې د بم په یوه ځان وژونکې حمله کې کم ترکمه ٣٨ کسان مړه شوي دي.
ایراني مطبوعاتو وویل چې د بم چاودنه په یوه جومات کې شوی ده چیرې چې عبادت کوونکوي د عاشورې د ورځی د لمانځلو لپاره راجمع شوي وو.
په ابتدايي راپورونو کې ویل شوي و چې یوه سړي خپل بم وچوه بیا وروسته ایراني چارواکو وویل مخکی ددې نه چې د شک لاندې دوهم حمله کوونکی خپل بم وچوي ونیول شو.
ایراني چارواکي وايي چې ٥٠ کسان زخمیان شوي دي.
په عېن وخت کې دالعربېه تلوېزون وايي چې جنداله یا د اله تعالی د پوځیانو په نامه د سنیانو یوې ډلې ددې حملې مسوولېت په غاړه اخیستلی دی.
د چاه بهار سیمه د ایران د سیستان بلوچستان په ولایت کې د پاکستان د سرحد سره نژدې موقعیت لري.
سیستان بلوچستان کې سنیان آباد دي او د جنداله په نوم یوه وسله واله ډله هم هلته د ایران پر خلاف فعالیت کوي.