د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې 'سایبري برید' د تیلو د پمپونو چارې ګډې وډې کړي


ایراني چارواکي وايي، د تیلو د پېرودلو کارتونو کار پرې ایښی دی.
ایراني چارواکي وايي، د تیلو د پېرودلو کارتونو کار پرې ایښی دی.

ایران د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۱۸ (لیندۍ ۲۷) تور پورې کړ چې "د اسرائیل او متحده ایالاتو د یو سایبري برید" له کبله د دغه هېواد د تیلو د ۶۰ فیصده پمپونو کارونه له ګډوډۍ او خنډ سره مخامخ شوي دي.

د ایران د نفتو وزیر جواد اوجي د ایران دولتي تلویزیون ته وویل: "د هیواد د تیلو پر ځینو پمپونو سایبري برید شوی او د تیلو وېش بند شوی دی."

اوجي د دغه برید پړه پر بهرنیو قدرتونو واچوله او ویې ویل، له هغه راهیسې چې "صهیونیستي دښمن [اسرائیل] او امریکا په نورو جبهو کې ګوزارونه خوړلي، دوی د ستونزو د رامنځته کولو په لټه کې دي."

تر دې وړاندې د نفتو مرستیال وزیر جلیل سالاري رسنیو ته ویلي و چې د تیلو د پیرودلو کارتونو کار پرېښی او چارواکي یې د حل کولو کوښښ کوي.

ایران، چې د تیلو یو تولیدونکی هېواد دی، تیل په کې ترټولو ارزانه پلورل کیږي. خو په ارزانه قیمت د تیلو د ترلاسه کولو دپاره موټر چلوونکي باید هغوی ته ورکړل شوي ځانګړي کارتونه استعمال کړي.

ددغه کارت په استعمالولو سره هر موټر چلوونکی کولی شي د میاشتې ۶۰ لیتره تیل، لیتر په یوازې ۱۵زره ریال (درې امریکايي سنټه) ترلاسه کړي او تر هغه وروسته یې باید د بازار په عادي قیمت وپېري.

سالاري وویل، د تیلو د پمپونو کارکوونکو "انلاین سیستم قطع کړی" او تیل په پمپونو کې په "افلاین" سیستم خرڅوي.

د فرانس پرس د راپور په اساس، د دوشنبې په ورځ په پایتخت تهران کې د تیلو پمپونو مخې ته د موټرونو اوږده کتارونه ولاړ وو او ځینې پمپونه تړل شوي وو.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دې اړه د پلټنو او د ستونزې د هواري دپاره د "بیړنیو اقداماتو" امر کړی دی.

چارواکو د قضیې په اړه د "بحران کمېټه" ګومارلې او سالاري هیله څرګنده کړې چې ستونزه به په څو ساعتونو کې هواره شي.

په ۲۰۲۱ کې هم په ایران کې د تیلو عرضه د یوې اونۍ دپاره له دا ډول ګډوډیو سره مخامخ شوه او چارواکو یې پړه پر یو "بې ساري بهرني سایبري برید" واچوله.

دې کار د ایران د تیلو د توزیع سیستم په ټپه ودراوه، چې په پایله کې یې د تیلو په پمپونو کې د موټرونو اوږده کتارونه او ترافیکي ګڼه ګوڼه رامنځته شوه.

د تیلو د وېش کارتونه په لومړي ځل په ۲۰۰۷ کې د سبسایډي سیسټم د سمون او په لویه کچه د قاچاق د مخنیوي په موخه خلکو ته ورکړل شول.

د ایران اقتصاد د داخلي بې نظمیو او بهرنیو فشارونو له امله زیانمن شوی بلل کیږي. په ۲۰۱۸ کې، متحده ایالات د ایران سره له اتومي موافقې په شا شو او پر تهران یې هغه بندیزونه بیرته ولګول چې د څو کلونو لپاره لیرې شوي وو.

امریکا او اسرائیل د ایران د تازه تورونو په اړه سمدستي په رسمي ډول څه نه دي ویلي. دوی وړاندې ایران تورن کړی و چې په سیمه کې د متحدینو پر ځواکونو او کښتیو بریدونه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG