د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د آزاد شوې آمریکايي بندي سارا شورد سره وکتل


اوباما د آزاد شوې آمریکايي بندي سارا شورد سره وکتل
اوباما د آزاد شوې آمریکايي بندي سارا شورد سره وکتل

دامرېکا جمهور رېس بارک اوباما پرون دهغې امرېکاېې مېرمنې سره ملاقات وکړ چه څو ورځې مخکي په تهران کې دزندان نه خوشې شوه. سېنې ماڼۍ ووېل چه اوباما غوښتل شخصا بېرته امرېکا ته د راتللو له امله د ساره شروډ هرکلی وکړي.

نوموړې دېو کال زېات وخت دخپلو دوو نورو ملگرو سره ېو ځای داېران په ېوه زندان کی تېر کړي دي. پرون دملاقات په وخت دساره شروډ دمور نه علاوه دهغې دوو امرېکاېي ملګرو مېندې هم موجود وې چه په اېران کی قېد دي.

اوباما ساره شروډ ته ووېل چه ددې خوشحالۍ سره سره زمونږ خفگان لانه دی پای ته رسېدلی ځکه چې دوه تنه اوس هم په اېران کی قېد دي. دا درې واړه امرېکاېان چې دعراق په شمال کې په غرونو کې دچکر لپاره گرځېدل، داېران سرحدي محافظېنو هغه وخت ونېول چې لاره ورڅخه ورکه شوه او داېران خاورې ته ورننوتل. اېراني مقاماتو ساره شروډ دپنځه سوه زره ډالرو ضمانت په بدل کې خوشی کړه.

XS
SM
MD
LG