د لاس رسي وړ اتصالات

روحاني د ایران د مشر په توګه لوړه وکړه


د ایران نوي منتخب ولسمشر حسن روحاني د یکشنبې په ورځ د ایران د ولسمشرۍ لوړه وکړله . هغه دایران د ولسمشر په توګه دخپلو افتتاحیه مراسمو په وروستیو پړاوونو کې دی.

حسن روحاني به د محمود احمدي نژاد ځای ونیسي. هغه ته د پارلمان په یوه خلاصه جلسه کې د یکشنبې په ورځ د وفادارۍ سوگند ورکړل شو. د ایران دولتي تلویزیون دغه مراسم مستقیما خپاره کړل.

د ایران رسنیوو او چارواکو د شنبې له ورځی راهیسې د ښاغلي روحاني سره د یوه ولسمشر په توګه چلند کړی دی.

د ایران ستر روحاني مشر ایت الله علي خامنه اي پرون رسما د ښاغلي روحاني ولسمشر کېدل تصدیق او تصویب کړل.

د شنبې په ورځ ښاغلي حسن روحاني د ایران د ولسمشر په توګه خپل لومړی ملاقات د شمالي کوریا د سیاستمدار کیم یونگ نم سره درلود.

د ایراني مطبوعاتو په وینا ښاغلي روحاني د خپل دفتر د رئیس په سمت کې محمد نهاوندیان مقرر کړیدی. ښاغلي نهاوندیان د امریکا د جور واشنګټن د پوهنتون نه په اقتصاد کې دکتورا اخیستې ده.

ښاغلی حسن روحاني د ایران اووم متخب ولسمشر دی. هغه به د محمود احمدي نژاد ځای و نیسي.

ولسمشر حامد کرزی هم د ایران د نوي ولسمشر حسن روحاني د لوړې په مراسمو کې د ګډون دپاره ایران ته روان شوی دی.

د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ لخوا خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د ایران د اسلامي جمهوریت د نوي منتخب ولسمشر حسن روحاني د لوړې په مراسموکې د ګډون دپاره د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د یکشنبې د ورځې له غرمې مخکې د هغه هېواد پلازمېنې تهران ته روان شو.

د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره په دغه سفرکې د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر رئیس عبدالکریم خرم او د جمهوررئیس ویاند ایمل فیضي ملګرتیا کوي.
XS
SM
MD
LG