د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق صدر اعظم ایران ته سفر کوي


د عراق صدر اعظم ایران ته سفر کوي
د عراق صدر اعظم ایران ته سفر کوي

ایراني مطبوعات رپوټ ورکوی چي د عراق صدراعظم ( نوري المالکي ) به ددوشنبې په ورځ ایران ته سفر وکړی. هغه ددې دپاره چي په قدرت کي پاته شي، د سیمه ایز ملاتړ په لټه کی دی.

د ایران د ( مهر ) خبري آژانس وایي چي ښاغلی مالکي به په ایران کي د ایراني چارواکو سره د عراق د حالاتو په باب خبري وکړي. په دې رپوټ کي نور توضیحات نه دي ورکړه شوي.

د مارچ د میاشتي راپدې خوا د پارلماني انتخاباتو نه وروسته چي ګټونکی یې معلوم نه سو، په عراق کي کوم حکومت نه دی موجود.

ښاغلی مالکي کوشش کوي چي داسي یو اتحاد تشکیل کړي چي ده ته پارلماني چوکۍ ورکړي او د هغې په اساس حکومت جوړ کړي. هغه په دې وروستیو وختو کي د مقتدا الصدر په مشري د شیعه تحریک ملاتړ تر لاسه کړی دی او دې کار هغه خپل هدف ته یو ګام ور نژدې کړی دی.

اوس ښاغلی مالکي د خپلو ګاونډیانو د ملاتړ تزلاسه کولو هلي ځلي کوي. هغه د تیري چهارشنبې په ورځ د سوریې د جمهوررئیس بشار اسد سره په دمشق کي وکتل او ددواړو ملکونو تر منځ د روابطو د پیاوړتیا په باب یې خبري ورسره وکړې. ټاکل شوې هغه ترکیې او اردون ته هم ولاړ شي.

د ښاغلي مالکي لوی او مهم سیال ( ایاد علوي ) هم د منځنی ختیځ مشرانو ته ځان رسولی دی. هغه ددې هفتې په سر کي په ریاض کی د سعودي عربستان د پاچا ملک عبدالله سره د عراق د سیاسي حالاتو په باب خبري کړي دي.

XS
SM
MD
LG