د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د اتومي پروګرام په اړه د وروستۍ موافقې هڅې


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي په خبرو کې پرمختګ شوی، خو لا هم ډېرې ستونزې شته دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي په خبرو کې پرمختګ شوی، خو لا هم ډېرې ستونزې شته دي.

د دواړو خواوو تر منځ یوه موقتي آټومي موافقه چې د اپریل په میاشت کې پرې موافقه شوې وه د دوشنبې تر ورځې پورې غځول کیږي چې د یوې هراړخیزې معاملې په اړه مرکچیانو ته د خبرو کولو لپاره نور وخت ورکړل شي.

د متحده ایالتو بهرنیو چارو وزیر جان کیري وویل چې په خبرو کې پرمختګ شوی دی، خو ځینې سختې ستونزې لا پاتې دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې باور دی چې هغه خنډونه چې د یوې موافقې مخه ېې نېولی ده له منځه وړل کیدلای شي.

هغه وايي "ددې خبرو هر ګډون کوونکی خپل نظر لري. یو جوجاړی باید رامنځته شي او زما په باور به دا روغه جوړه ډېره ژر رامنځته شي."

دواړه خواوې د یو لړ ستونزو په اړه اختلاف لري چې په هغوی کې پر ایران د ملګرو ملتونو بندیزونه شامل دي.

روسیه ددغو بندیزونولیرې کول غواړي او د لویدیځ قدرتونه پرایران د دغو بندیزونو پاتې کیدل غواړي.

ټولې خواوې همدا راز په ایران کې پوځي ځایونو ته د مفتشینو د لاسرسي او د ایران آټومي ساینسدانانو ته د لاسرسي په اړه اختلافات لري.

هغوی غواړي معلومه کړي چې آیا تهران په تیر وخت کې داسې پلټنې کړي دي چې خپلې آټومي زیرمې څرنګه په اومو وسلوبدلې کړي.

سره له دې چې خنډونه موجود دي، خو د جمعې په ورځ د ایران د بهر نیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وویل چې دی غواړي چی خبرې ترهغه وخت پورې وغځېږي چې څو پورې دوی ېوې موافقی ته سره ورسېږی.

کله چې د ایران له بهرنیو چارو وزیر نه پوښتنه وشوه چې آیا دی فکر کوي چې په پای کې به یوې موافقی ته ورسیږي هغه وویل " که ما دا فکر نه کولای، نو زه به ولې دلته وم."

په همدې وخت کې، په متحده ایالاتو کې داسې اندیښنې موجودې دي چې که یوه موافقه و هم شي، دغه معامله به نورې ستونزې رامنځته کړي.

د متحده ایالتو کانګرس چې د جهوري غوښتونکیو تر کنترول لاندې دی اوس د ۵۹ ورځو موده لري چې له ایران سره د هر ډول موافقې په اړه بحث وکړي او یا پکې بدلون وغواړي.

XS
SM
MD
LG