د لاس رسي وړ اتصالات

ایران پر دغه ملک باندې بندیزونه غیر قانوني بللي


د ایران د امنیتي چارو ادره وایي چی په تهران باندي د هغه د ذروي پروگرام له کبله د ملگرو ملتو بندیزونه غیر قانوني دي او د نړۍ والي ټولني نه یې غوښتی دي چی خپل اعمال دي اصلاح کړي.

د ایران د ملي امنیت ستري شورا په ایران باندي د ملگرو ملتو د امنیت د شورا د څلورم روڼ بندیزونو په مقابل کی نن د جمعې په ورځ خپل جواب ووایه.

هغې وویل چی په ایران باندي لگیدلي تورونه بې اساسه دي او په هغو وروستیو مثبتو اقداماتو باندي سترگي پټوي چی ایران د ترکیې او برازیل سره په خبرو کي تر سره کړي دي.

ملگرو ملتو په ایران باندي دا بندیزونه تیره هفته ولگول.

پرون د اروپایي اتحاد مشرانو هم موافقه وکړه چی په ایران باندي به نوي بندیزونه ولگوي. هغوی یولړ پیشنهادونه منظور کړل چی په نوو پاگه اچولو، تخنیکي مرستو او د ایران د تیلو او طبیعي گاز په سیکتور کي د ټیکنالوجۍ په انتقال باندي بندیزونه هم په کی شامل دي.

امریکا هم په ایران باندي خپل بندیزونه پراخ کړی دي.

XS
SM
MD
LG