د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال ډیمسي: پر ایران باندي برید به عاقلانه کار نه وي


جنرال ډیمسي: پر ایران باندي برید به عاقلانه کار نه وي
جنرال ډیمسي: پر ایران باندي برید به عاقلانه کار نه وي

ټاکل شویده چې د امریکا لوړ رتبه امنیتي مامور نن د اسرایلو د لومړي وزیر بنیامن نیتانیاهو سره په داسي حال کې وگوري چې د اسرایلو او ایران تر منځ د ایران د اټمي پرگرام په سر تاوتریخوالی مخ په زیاتیدودی.

سپینه ماڼې وایي امنیتي سلاکار تام ډانیلان به په بیت المقدس کې د ښاغلي نیتان یاهوسره وگوري.

دغه غونډه ، لکه څنگه چې د امریکا د لویو درستیزانود کمیټې ریس جنرال مارتین ډمسي وویل د ایران په اټمي تاسیساتو باندې د اسرایلو حمله به عاقلانه کار نه وي.

په یوه مرکه کې چې نن خپره شوې ، دغه جنرال سي ان ان تلویزوني چینل ته وویل چې نظامی برید به بې ثباتي جوړه کړي او اسرایل به د اوږدی مودې هدف تر لاسه نکړي.

ډانیلان د امریکایي مامورینو په سلسله کې وروستی ماموردی چې د ایران په مسلې د اسرایلو د مشرانوسره غږیږي.

په دې وروستیو اونیوو کي داسی اوازې خپرې شوې چې اسرایل تیاری نیسي چې د ایران په اټمي تاسیساتوباندې حمله وکړي.

بل پلو دیپلوماتان وایي ایران بندوبست کوي چې خپل د یورانیمو د غني کولو پرگرام د ځمکې لاندې تاسیساتو کې پراخ کړي چې کیدی شي ډیر زر اټمي وسله جوړه کړي.

په ویانا کې دیره ډیپلوماتان چې نه یې غوښتل نومونه یې وویل شي، وایي ایران داسي ښیي چې د فورد په اټمي تاسیساتو کې یی زرگونه نوي سنترفیوژونه لگولي دي. د فورډو فابریکه د قم ښار ته نژدې دننه په غره کې جوړه شویده.

XS
SM
MD
LG