د امریکا د مشرانو جرگې یو سر کرده غړي سناتور لیندزي گراهم چې د جنوبي کارولاېنا ایالت نه د جمهوري گوند نمایندگي کوي وايي که د ایران پر خلاف هره حمله کیږي باید د اتومي مرکزونو د تباه کولو سره یې سم باید پوځي قوت هم تباه او خنثی کړی شي.
سناتور گراهم چې د مشرانو جرگې د وسله والو قواو او کورني امنیت د جرگه گیو یو مهم غړی دی، وړمه وزې په کاناډا کې په یوه نړیوال امنیتي کانفرانس کې وینا کوله.
هغه وویل چې امریکایې قواوې باید د ایران د اتومي مرکزونو دتباه کولو نه علاوه ددغه هېواد سمندري بیړۍ هم ډوبې کړي او د ایران د سپاه انقلاب په مرکزونو باید له منځ نه یوړل شي او هوايي قواوې یې باید هم خنثی کړي.
د امریکا د حکومت لوړ رتبه پوځي ماموران وايي ددې لپاره چې ایران د اتومي وسلو د جوړولو نه ورغورځول شي، د امریکا پوځ یې د اتومي مرکزونو د تباه کولو لپاره د حملی پلان لري.
خو هیله لري چې د حملې نوبت به را ونه رسیږي.
د امریکا د پوځ د سترو درستیزانو رئیس ایډمیرل مایک مولن وایي چې امریکا د ایران د اتومي وسلو د پروگرام پراختیا نه شي زغملای.
ایران وايي چې اتومي پروگرام یې د سوله ایزو مقصدونو لپاره جوړ کړی دي مگر امریکا او ملگري یې نه مني او وايي چې ایران د اتومي بم جوړولو پلان لري.