د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: د یورانیمو د غني کولو نه به هيڅکله لاس وانخلو


Iran's ambassador to the UN's International Atomic Energy Agency, Ali Asghar Soltanieh, speaks at a news conference in Moscow, Russia, saying the Istanbul talks are a 'window for an honorable path for the West to get out of the present impasse,' 20 Jan, 2
Iran's ambassador to the UN's International Atomic Energy Agency, Ali Asghar Soltanieh, speaks at a news conference in Moscow, Russia, saying the Istanbul talks are a 'window for an honorable path for the West to get out of the present impasse,' 20 Jan, 2

د نړئ د شپږو قدرتونو استازو نن په ترکېه کې داېران داستازو سره داېران د جنجالي اټمي پروگرام په اړه خپل لومړي مذاکرات پای ته ورسول. دواړو خواوو پوره ٢ ساعته خبري وکړې خو کوم خاص پرمختگ ېې ونه کړ.

په دغو دوه ورځنېو خبرو کې د ملگرو ملتونو د امنېت دشورا د پنځو داېمي غړو، امرېکا، فرانسې، روسېې، چېن، اوبرېتانېې ترڅنګ جرمني هم په کې برخه درلوده ،چې د پنځه جمع ېو په نوم ېادېږي. داېران ماموران واېې چې خبرې نن په ډېر مثبته فضا کې وشوې. د اېران حکومت واېې چې د ېورانېمو دغني کولو نه به هیڅکله لاس وانه خلي.

داېران دولتي مطبوعاتو نن د ملي عالی شورا د دارالانشا دمرستېال ابولفازی زوهرېوند له قوله راپور ورکړ چې په دغو مذاکراتو کې داېران داټمي حقوقو په باب خبري اصلا په اېجنډا کې نه وې شاملې.

دامرېکا دبهرنېو چارو د وزارت وېاند ،مارک ټونر، واېې چې متحده اېالات , تمه او توقع نه لري چی داېران داټمي پروگرام د جنجال د رفع کولوپه اړه ددې غونډې په نتېجه کی کومه غټه نتېجه حاصله شي، مگر بېا هم امرېکا چمتو ده چې د غنی شوو ېورانېمو د تبادلې په اړه د اېران سره خبري وکړي،ترڅو هغه پرمختگ په نظر کې ونېول شي چې اېران د٢٠٠٩ مېلادي نه تراوسه پوري دېورانېمو دغني کولو په برخه کې کړی دی.

داټمي انرژئ په نړېوالې ادارې کی داېران استازي علی اصغر صالحي ووېل چی اېران د غنی شوو ېورانېمو تبادلې لپاره چمتو دی.

پروسږکال ترکیې او برازېل داېران سره ېوه موافقه لاس لېک کړه چې دهغې له مخې به اېران خپل غني شوي ېورانېم خارج ته لېږي او په بدل کې به ورته نړېواله ټولنه دطبي پلټنو لپاره دکمې درجې ېورانېم ورکوي. دنړئ مشران واېې اېران کوښښ کوي چی اټمي وسلې جوړي کړي.

XS
SM
MD
LG