وروسته له هغه نه چې د بغداد غونډې ځيني نتایج په پای کې درلودلل ایران او د نړۍ شپږو قدرتونو پر دې هوکړه کړې چې راتلونکې میاشت به د ایران د اټمي پروګرام په هکله د خبرو نوی پړاو په ماسکو کې پیل کړي.
دواړه اړخونه به د جون پر ۱۸ او ۱۹ د روسیې په پلازمېنې ماسکو کې سره وګوري. د اروپايي اتحاد د بهرنۍ پالیسۍ ریْس کترین اشتن وايي چې د دې لیدو کاتو هدف به دا وي چې د دخیلو خواوو ترمنځ مشترکات نور هم پسي وسیع شي.
میرمن اشتن وویل چې د ایران سره د نړۍ د شپږ قدرتونو خبري چې په بغداد کې پرون د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېدلې ډیري جدي وې. نوموړې زیاته کړه چې ایران دې ته چمتوالی ښودلی دی چې ددغه هیواد د ۲۰ فیصدو غني شویو یورانیمو په هکله د نړیوالو اندیښنې رفع کړي.
لویدیځ قدرتونه اندېښنه لري چې ایران کولای شي خپل یورانیم ۹۰ په سلو کې غني کړي چې بیا کیدای شي د اټمي وسلو په جوړولو کې ځیني کار واخیستل شي.
خو ایران بیا وايي چې د یورانیمو د غني کولو په چارو کې د سوکه والي په مقابل کې د نړۍ نه غواړي چې نړیوال بندیزونه پرې کم کړي. ایران پر دې ټینګار کوي چې غني شوي یورانیم یې د طبي څیړنې او برېښنا د تولید دپاره په کار دي.
د ایران ستر مرکه چي سید جلیلي پر دې باندی ټینګار وکړ چې دا د ایرن حق دی چې یورانیم د سوله ایزو مقاصدو دپاره غني کړي. نوموړي خبریالانو ته وویل چې د بغداد خبري مفصلې وې خو بشپړې نه شوې.